۱۳۹۳ دی ۲۰, شنبه

په شمالي هلمندکې دنوې وسله والې ډلي دراپیداکیدوڅخه خبرورکول سو.

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۰—
دهلمندمرستیال والي په شمالي هلمندکې دنوي وسله والې ډلي دراپیداکیدواونوې جګړې دپیل څخه خبرورکړ.
محمدجان رسولیاردشنبي په ورځ دشمشادتلویزیون سره په خبروکې وویل نوې ډله ددې ولایت دکجکې ولسوالۍ دزمینداورپه سیمه کې راپیداسوې ده چې، ددوی اوپه سیمه کې دوسله والوطالبانوترمنځ نښته هم سوې چې پرمهال یې ترپځوسو وسله وال وژل سوي اوهمدارنګه شل نورټپیان سوې هم دي .
خولخواپه دې ولایت کي دسولي ددشوراچارواکې وایې دنوي ډلي مشري چې ملاروف خادم کوي دوسله والوطالبانودواکمنۍ پرمهال دریم کس بلل کیده .
نورحال دهلمنددولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندمرستیال والي محمدجان رسولیاردشنبي په ورځ خبریالانوته ددې ولایت دکجکي ولسوالۍ دزمينداوراوګندم ريزاډې په سیمه کې دیوې نوي وسله والې ډلي چي شمیریي لسګونوکسانوته رسیږي مخونه یې پټ،اوله ځانه سره توربیرغونه هم لیږدوي خبرورکړ،هغه وایې له څوورځوراهیسي په سیمه کې دوسله ولوطالبانواوددوی ترمنځ نښته هم سوې ده چې تراوسه دواړولورته دپنځوس کسانودوژل کیدو،او دشلوټپي کیدوراپورونه هم دملي امنیت ،اوملي پولیسوڅخه ورکول سوی دی .
نوموړی وایې ځکه دنوي ډلي څخه په سیمه کې ویره نلري چې دامهال هم دوی دوسله والوسره په سختوجګړوکې راشکیل دي ،خوبلخوادکجکي ولسوالۍ اوسیدونکی اوپه هلمندکې دسولې دعالي شورادولایتي کمیټې مشرفضل الباري فیاض هم دیادي ډلې درامنځته کیدوخبره منې خوزیاته وي سیمه له تیرو۱۳ کلونوراهیسې دوسله والوطالبانوپه ولکه کې ده ،دفیاض په خبره ملاروف خادم ملامحمدعمرته دریم ،یا څلرم کس وچې اوس مهال غواړې په سیمه کې نوې ډله هم رامنځته کړي .

نوموړی وایې ملاروف خادم غواړې دکجکې ،ترڅنګ،په نوزاد،اونوروشمالي ولسوالیوکې هم دخپلې ډلي رښيي وغځوي ،خوتراوسه هم په دې اړه وسله والوطالبانوپه سیمه کې ددیادي ډلي درامنځته کیدواویاهم دواړولوروته دمرګ ژوبلې په اړه څه نه دې ویلې .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر