۱۳۹۳ دی ۱۵, دوشنبه

دسنګین دپیښې په اړه دولسمشرلس کسیزه پلاوي په هلمندکې پنځه ورځنی لاریون پایته ورسوي.

راپور۲۰۱۵—۱—۵--
دسنګین دپیښې په اړه دولسمشرلس کسیزه پلاوي په هلمندکې پنځه ورځنی لاریون پایته ورسوي.
دیادي پلاوي مشرحاجي عزیزالله دین محمد دشمشادسره په خبروکې وویل دوی دیادي پیښي په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي دي اوپایلې به یې ولسمشرته وړاندي کړي ،نوموړی وایې اوسیدونکوپه سنګین کي دملي اردودشته لیوالري کول،عاملینوته یې سزا،اودیته ورته پیښونه تکراریدل یې غوښتنې وي چې ترولسمشره به یې ورسوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سرروي راکوي .
دولسمشرۍ ماڼي څخه دهلمندپه سنګین ولسوالۍ کې درامنځته سوي پیښې په اړه دلس کسیزه پلاوي مشرحاجې عزیزالله دین محمد دشمشادتلویزیون سره په خبروکې وویل نه یوازي یه دپیښې دټپیانواوشهیدانودکورنیوسره یې نغدي مرسته وکړه بلکې یه ددوی غوښتنې هم واوریدي چې ولسمشرته به یې ورسوي ،نوموړی وایې په دې ولایت کې روانې امنیتي ستونزي دامنیتي ځواکونوپه ډیریدونه بلکې دسولي په برخه کې دکوټلوګامونوپه پورته کولوسره حل کیدلای سي .
هغه وایې لومړی یه دملي اردوله مسولینو،مدني فعالینو،قومي مخورو،اودپیښې دقربانیانوسره یې خبري کړي دي چې ولسمشرته به یې یوپه یوه  وړاندي کړي ،په ورته وخت کې دهلمندسرپرست والي محمد نعیم وایې تراوسه په پیښه کې دوه تنه مجرمین پژندل سوي دي چې ترې څیړنې دوام لري .


هغه ژمنه کوي چې وروسته له پلټنوبه اصلي عاملینوته دقانون لمخې سخته سزاورکړي ،یادلاریون پنځه ورځې وړاندي وروسته له هغه پیل سوکله چې په سنګین ولسوالۍ کې دواده پرمراسیموپه سیمه کې دملي رادودځواکونولخوابریدونه وسو له چې لسګونه کسانوته یې مرګ ژوبله واړوله ،خوراغلې پلاوي دهرټپي کورنۍ ته پنځوس زره ،اودشهیدکورنۍ ته یې یولک افغانۍ دولسمشردفرمان په لمخې هم ورکړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر