۱۳۹۳ دی ۲۵, پنجشنبه

دهیواددشمالي سیموڅخه دنشه یې توکوقاچاق دهلمندامنیتي حالت له ننګونوسره مخ کړی دی .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۵—
دهیواددشمالي سیموڅخه دنشه یې توکوقاچاق  دهلمندامنیتي حالت له ننګونوسره مخ کړی دی .
ددې ولایت ۶۰۴ سرحدي زون چارواکې وایې نشه یې توکې دشمالي افغانستان څخه راوړل کیږي اوبیاددې ولایت دخانشین ولسوالۍ څخه دګاونډي هیوادګډي پولې بهرام چې په قاچاقي ډول وړکیږي چې دهلمندپرامنیتي حالت یې بدي اغیزي کړي دي ،دوی وایې داچې خانشین ولسوالۍ دهیوادپه کچه دنشه یې توکودلیږیوازنی لاره ده نوپه همدي اساس سرحدي پولیسودیادي ولسوالۍ دبګت په سیمه کې لسګونه کلیوګرامه  لانده تاریاک نیولې دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې د۶۰۴ سرحدي زون دارکان ریس مل پاسوال حمیدالله صدیقي دپنجشنبي په ورځ دخبریالانوسره په خبروکې وویل دسرحدي ځواکونوددوهم کنډک پولیسودخانشین ولسوالۍ دبګت په سیمه کې دیوه کمین پرمهال ۱۷۲ کلیوګرامه لانده تاریاک چې په یوه عراده موټرکې ځای پرځای سوې وه ددوقاچاق وړونکوسره نیولې ،هغه وایې دهیوادد شمالي سیموڅخه دنشه یې توکوقاچاق وړونکې هڅه کوي دهلمنددخانشین ولسوالۍ سرحدي سیمونه ګډي پولې ته نشه یې توکې ولیږدوي چې دویه پروړاندي کلکه مبارزه کړې اوترډیره یې دقاچاق مخه نیولې ده .

دنوموړې په ونیا داچې دخاشنین ولسوالۍ  دګاونډي هیواداودقاچاق ترټولودسترمرکزبهرام چې سره ګډه پوله لري نوله همدي امله نه یوازي دلته ناامنې ده بلکې په سیمه کې دوسله والوطالبانومالي تمویل کوونکې همداقاچاق بردي چې ډیری ستونزه یې زیږه ولې دي ،په هلمندکي دنورستونزوسترڅنګ دنشه یې توکوکرکیله اوقاچاق بله هغه ستره ننګونه ده چې په دې ولایت کې یه جګړه روانه ساتلې ده په داسي حال کې چې سږکال دهلمندپه هغه سیموکې په پراخه کچه دکوکنارکرکیله سوې ده چې دوسله والوطالبانوترولکې لاندي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر