۱۳۹۳ دی ۲۷, شنبه

دیني عالمان وایې دچارواکي دبډواخیستلوله امله دکوکناروپه کرکیله کې هرکال زیات والی راځې .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۷—
دهلمنددیني عالمان وایې دچارواکي دبډواخیستلوله امله دکوکناروپه کرکیله کې هرکال زیات والی راځې .
دوی وایې که څه هم په دې ولایت هرکال زرګونه جریبه دکوکناروکرکیله کیږي خودولتي چارواکې دهغه کسانودکوکناروکښت لمنځه وړې چې یادویته بډي نه ورکوي اویاهم کومه واسطه ونلرې نوله همدي امله یادکښت دزیاتیدوپه حال کې دی ،خوبلخواولایتي چارواکې ژمنه کوي چې سږکال به ترډيره دکوکناروکښتونه لمنځه یوسي ،وی دغه څرګنده ونې دیني عالمانوته دکوکنارودعامه پوهاوي په یوه جوړه سوې غونډه کې وکړي .
غونډې ته زموږهمکارسردارمحمد سروري هم ورغلې اودارپورې چمتوکړی دی .
دهلمند دیني عالمان اندیښنه نلري چې سږکال به بیاهم دتیروکلونوپه پرتله چاروکې یوازي دهغه کسانودکوکناروکښتونه لمنځه یوسي چې یاخودویته بډي نه ورکوي اویاهم دچارواکوسره خپلې ونلري ،داسي ویل کیږي چې دتیرکلونوپه پرتله سږکال تردولتي حاکمیت لاندوسیموسره سره په هغه سیموکې په زیاته اندازه دکوکناروکرکیله سوې ده چې دوسله والوطالبانوپه ولکه کي دي .

ددوی غوښتنه کوي چې چاروکې دي دکوکنارودلمنځه تلوپرمهال نه یوازي دموراومیری چلندنه کوي بلکې دي دبډواخیستلوڅخه کلکه ډډه وکړي ترڅوله روانوبدبختیونه هلمندوال وژغورل سي ،په ورته وخت کې دهلمندمرستیال والي محمدجان رسولیاروایې دوی پلان لرې سږکال په دې ولایت کي دکوکناروکرل سوي کروندي به لمنځه وړې ،خونوموړي دکوکنارودکروندودلمنځه تلودکمپاین دژرپیل کیدوڅخه خبرهم ورکړ.


هغه وایې داچې تیرکال ۷۰۰ هکټاره دکوکناروکروندې لمنځه تللي خوسږکال به په زرګونه هکټاره ځمکه  له کوکناروپاکه کړي په داسي حال کې چې په تیروکلونوکې په ډیری هغه سییموکې چې دکوکناروکرکیله نه وه خوسږکال په هم هغه سیموکې پراخه کچه کوکنارکرل سوې دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر