۱۳۹۳ دی ۲۱, یکشنبه

په هلمندکې دامنیتي ستونزوله امله سل زره زده کونکې دزده کړوڅخه بې برخې دي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۱—
په هلمندکې دامنیتي ستونزوله امله سل زره زده کونکې دزده کړوڅخه بې برخې دي .
ددې ولایت دپوهني دریاست چارواکودشمشادسره په خبروکې وویل که څه هم دوی دروان کال په لړکې ۱۴ نوي ښوونځې پرانیستي دي خولاهم ۱۱۹ ښوونځۍ دزده کوونکوپرمخ په ټپه تړلې دي چې ډیره برخه یې په شمالي هلمندکې ده،دوی په هلمندي کې دامنیتي ننګونوترڅنګ بله لویه ستونزه دپوهني په برخه کې که څه هم دکوم مشخض وکیل نوم نه یادوي خوزیاته وي ،ددې ولایت دولسي ،اومشرانوګې استازي دغیري مسلکي کسانوپه ګمارلوکې دوزارت څخه امرونه اخلې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دپوهني ریس عبدالمتین جعفروایې په هلمندکې د۳۸۳ ښوونځیوڅخه ۱۱۹ لاهم دزده کوونکوپرمخ په تپه تړلې دي چې ۷۷ ښونځۍ یوازي دشمالي هلمندپه پنځوولسوالیوکې دي ،هغه وایې که په هلمندکې دناامنیولمنه ټوله سي دوی به هم دهغوسل زره زده کوونکوپرمخ بیاښوونځۍ پرانیزچې دامهال دروازې ددوی پرمخ تړلي دي 
نوموړی په دې ولایت کې یوازي ناامنې دپوهني په بهیرکې خنډنه یاده وي ،هغه وایې په ولسي ،اومشرانوجرګه کې دهلمنددخلکواستازي هم دوزارت څخه دغیري مسلکې کسانوپه ګمارلوکې امرونه اخلې چې دغه چارې هم ددې ولایت دپوهني په برخه کې ډیری ستونزي راپیداکړي دي . خودپوهني ریس دکوم مشخص وکیل نوم یادنکړ.

یاده دي وي چې په ټول هلمندکې  د۳۸۳ ښوونځیوڅخه ۲۶۴ ښوونځې دامهال دزده کوونکوپرمخ پرانیستې دي چې ۱۹۳ زره زده کونکې په زده کړوبوخت چې له جملې نه یې ۴۰ زره یې نجونې دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر