۱۳۹۳ بهمن ۷, سه‌شنبه

دهلمند په دولتي اداروکې دپراخ ادارې فساد،رشوت ،اودیته ورته نوروظلموپروړاندي پراخ لاریون و سو.

 راپور—۲۰۱۵—۱—۲۷—
دهلمند په دولتي اداروکې دپراخ ادارې فساد،رشوت ،اودیته ورته نوروظلموپروړاندي پراخ لاریون ترسره سو.
لاریون کوونکومرکزي دولت په دې تورن کړچې دې ولایت مسولین دپیسوپه بدل کې راسته وي چې په هره برخه کې ننګونې ورځ تربلې زیاتیږي ،دوی وایې که دولت یوه سالمه اداره رامنځته نکړي دوی به خپلولاریونونوته دوام ورکړي که مجبوره سي چارواکې به دولس په زورله دې ولایت نه وباسي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري لاریون ته ورغلی ادغه راپوریې رااستولی دی .
 دهلمندپه دولتي اداروکې دپراخ ادارې فساد،رشوت ،ددولتي مځکوغصب،ناامنۍ ،انسان تښتونې ،اودیته ورته په نوروبرخوکې دستونزودډیریدوله امله ولسونه ترپوزي رسیدلې چې دسي شنبي په ورځ یې په پراخ لاریون لاس پورې کړ،اوپرمرکزي دولت یې په دې تورن کړچې ګواکې دهلمند داداروچوکې دپیسوپه بدل کې پلورې چې له امله یې په هره برخه کې ستونزي دپآم وړډیري دي .
دوی له افغان ولسمشرنه دهلمندلپاره دوړ،مسلکي ،داداري فساده دپاکوچارواکوپه دنده دګمارلوغوښتنه وکړه ،خوزیاته وي که یې مرکزي دولت غوښتنې ونه منې اوبدلونونه رامنځته نکړي خپلولاریونونوته به دوام ورکړي ،پرهمدي مهال بیا دهلمنددسرپرست والي ویاندعمرځواک وایې دوی به هغه کسان ونیسي چې په اداري فسادککړوپژندل سي ،که څه هم وړاندي تردي ولسونوپه اداروکې دپراخ فساد،اوناامنیوله امله خپل ږغ پورته کړی دی اوچارواکوهم په وار وارژمنه کړې ده خوتراوسه هم کوم دولتي کس دیادفساد،له امله څارنوالۍ ته نه دی ورپیژندل سوی .

بایدوویل سي چې تیرورځ هم دښاروالۍ ،اوعمومي ریاست مامورینودهلمندسرپرست والي ،اولښکرګاه ښاروال ددولتي مځکوپه غصب تورن کړه ،اودمرکزي دولت څخه یې دخپل حق غوښتنه وکړه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر