۱۳۹۳ دی ۱۷, چهارشنبه

په هلمندکې دامینتي ستونزوحل دولسي خلکومرسته ده .

راپور۲۰۱۵—۱—۷—
دهلمندامنیتي چارواکووروسته له هغه دخلکوپرکلکې همکارۍ ټنګارکوي چې ددې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دملي رادولخوالسګونه ملکې کسانوته مرګ ژوبله واوښته .
دوی وایې که څه هم اوسنی امنیت دخلکودمرستې نه بولې خوزیاته وي اړینه ده چې لانورهم دافغان امنیتي ځواکونوسره مرسته وکړي ترڅوپراته خنډونه لمخې ټول سي ،خوبلخواقومي مخوروایې که افغان امنیتي ځواکونه دولسونوسره ښه چلندکې وکړي خلک هم په هربرخه کې مرسته وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ دولسي پولیسومشرسمونوال ګلاب ایوبې وایې ددې ولایت په بیلابیلوولسوالیوکې یه دپولیسواوولسي خلکوترمنځ دښه همږغۍ دراتلوپه موخه شوراګانې جوړي کړي دي ،ترڅوله دغې لاري دخلکواوپولیسوترمنځ پروت واټن لمخي لري کړي ،هغه وایې په هلمندکې روانه جګړه دسیمي داستخباراتو،اومافیایې کړیوده چې ددې ولایت ډیری سیمي یه ناامنه کړي ،اوډیری دولتي ،اوولسي خلکوته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده .

نوموړي دقومي مخوروڅخه په سیمه کې دهرډول ناامنیودمخنیوې په برخه کې دمرستې غوښتنه وکړه .
پرهمدي مهال راغلي قومي مخوروایې که افغان امنیتي ځواکونوپه کلیواولري پرتوسیموکې دولسي خلکوسره ښه چلندوکړي نورقومي مخوربه هم له دوی سره مرسته کوي ،دوی وایې داچې دناعلي، ناوي او ګرمسیر ولسوالیوولسونودپولیسوسره مرسته کړې ده په هم هغه ولسوالیوکې امنیتي ستونزي دنوروولسوالیوپه پرتله څوبرابره راکمي سوي هم دي .

دوی وایې نورنووسله والوته هیڅ  پلمه نده پاته اوبایدسوله وکړي ولي چې دم ګړی له هلمنده بهرنیان وتلې دي اوټولي چاري دافغان امنیتي ځواکونوپه ولکه کې دي

دپولیسو،مسلکي کیدل،دخلکواوددوی ترمنځ پراته خنډونه لري کول ،په لري پرتوکلیوالې سیموکې دامنیتي ځواکونوښه چلندبه وکولای سي پراتي ننګونې لمنځه یوسي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر