۱۳۹۳ بهمن ۶, دوشنبه

سرپرست والي :په دې ولایت کي دتیرکال په پرتله دکوکنارودکرکیلې دزیاتیدوڅخه خبرورکړ.

راپور—۲۰۱۵—۱—۲۶—
دهلمندسرپرست والي په دې ولایت کي دتیرکال په پرتله دکوکنارودکرکیلې دزیاتیدوڅخه خبرورکړ.
هغه وایې دامینتي ستونزوپراخیدل ،دسولي په پروسه کې نیمګرتیاوي ،دتروریزم ډیریدل ،اودفسادپراخوالې ته همدادکوکناروکرکیله ده چې وده یې ورکړې ده، هغه سخته اندیښه وښوده که یې دمخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه وانه خستل سي ستونزي به نوري هم ډیري سي .
خوبلخواامنیه قوماندان هم روانې ستونزي دکوکنارودکرکیلې څخه بولې ولي ژمنه کوي چې دمخنیوي لپاره یې بیلابیل پروګرامونه ترلاس لاندي نیولې دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندسرپرست والي محمد نعیم سخته اندیښنه وښوده چې دتیرکال په پرتله سږکال دکوکناروکرکیله ډیره ده ،هغه په هلمندکې په هره برخه کې دشته ستونزوډیریدل دیادکښت زیږنده بولې ،نوموړی وایې دقانون نه پلي کیدل،دسولي پروسه له خنډونوسره مخ کول ،اداري فسادخپل اوج ته رسیدل ،دتروریزم ډیروالی دکوکنارودکرکیلې سره تړلي یاده وي ،چې دغه چارې ددوی اندیښني زیاتي کړي دي .

هغه وایې که یې دمخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته نسي پرتي ناخوالي به څوبرابره نورې هم ډیري سي،په ورته وخت کې دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل په اقتصادي ،امینتي ،اوپه نوروبرخوکې دشته ناخوالوزیږنده دوکوکناروکرکیله یاده وي خوقوماندان دیادکښت دلمنځه تلولپاره دنووپلانونوڅخه خبرورکوي.

نوموړی وایې دکوکنارودکرکیلې بدیل دکرونده ګروسره په کرهڼیزوبرخوکې مرسته کولای سي تریوه بریده دکوکناروپه کښت کې کموالی راولي .

 که څه هم چارواکې تل په دې ولایت کي روانې ناامنې اوشته ټولي ستونزي دکوکنارودکرکیلې له امله بولې خوتراوسه هم دیادکښت دمخنیوي لپاره له تیروڅوارلسوکلونوراهیسې دولت داسي یوه قوي دحل لاره نه ده لټولې چې لمخي یه دکوکناروپه کښت کې کموالی راسي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر