۱۳۹۳ دی ۲۸, یکشنبه

دڅلویښتوبیوزلو،اوکونډوښځودقتصادي ستونزودحل لپاره دکارکولوزمنیه برابره سوې ده .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۹—
په هلمندکي دڅلویښتوبیوزلو،اوکونډوښځودقتصادي ستونزودحل لپاره دکارکولوزمنیه برابره سوې ده .
 دکانډادسفارت له لورې هغه څلویښتومرمنوته ده څوډوله کلچو،اوکیک پخولودزدکړې ترڅنګ هغویوته یوه اندازه نغدي مرسته هم کیږي ترڅودوی په اسانۍ سره په دغه پروګرام کې برخه واخلې اوخپله کورنۍ له اقتصادي ستونزوڅخه راوباسي ,ددې پروګرام مشره نسیمه وایې که یادپروګرام بریالی سي نودوی به یې نه یوازي برخوال ډیرکړي بلکې به دالړۍ ترولسوالیوهم وغځوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
داچې دکورنۍ داقتصادي ستونزودحل کولوپه موخه نارینه مکلف دی خوترڅنګ یې ښځې هم کولای سي دخپلې کورنې پرتي ستونزي دخپل موټوپه زوردخپل خاوندسره اوږه پراوږه حل کړي ،خوداهغه ښځې دي چې په کورکې نه خودګټي لپاره نارینه لري اونه هم بله داسي چاره لري چې دکورنۍ اقتصادي ستونزوته حلاره ولټوي ،دلته راټولي سوي هغه بیوزله ښخې دي چې نه یوازي دکلچو،اوکیک پخول زده کوي بلکې داونۍ څلورورځي ۱۲۰ نغدي افغانۍ هم په لاس راوړي ،دوی دخپل ژوندپه اړه داسي وایې .

دغوبیوزلوښځوته یادپروګرام دکاناډادسفارت له لورې په لاره اچول سوی دی،ددغه پروګرام مشره نسیمه وایې روان پروګرام به ترددو میاشتوپوري دوام وکړي اوموخه یې دهغه بیوزلو ښځولپاره کار مونده ده  چې دکورنۍ اقتصادي لګښتونه ورپه غاړه وي .


هغه وایې اوس مهال دښاردبیلابیلوسیموڅخه ورته ډیری بیوزلي ښځي ورځې خوددوی دپروګرام ځولۍ ځکه تنګه ده چې تربریالي کیدو وروسته به یې وغځوي ،په هلمندکې که څه هم په ډیری برخوکې ستونزي سته خودهغه کورنیوستونزي چې یوې میرمنې ته ورپه غاړه وي دپام وړدي چې نه خوورته دکارکولوزمینه برابره وي اونه هم بله داسي چاره وي چې خپل ورځنې ژوندته ادامه ورکړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر