۱۳۹۳ دی ۲۴, چهارشنبه

هلمندوال په کابینه کې دونډي نه ورکړي اندیښمن کړي دي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۱۴—
دهلمنددولایتي شوراغړې ،اومدنې فعالین که څه هم دکابینې اعلان ته خوشبین دي خوزیاته وي هلمندپه بشپړه توګه له پامه غورځول سوی دی .
دوی وایې که څه هم هلمنددهیوادلسمه برخه تشکیله وي خوبیاهم په ولسي ،اومشرانوګې کې دهلمنددخلکوپراستازونیوکه کوي چې په دغه برخه کې پټه خوله پاته دي .
په داسي حال کې چې تیره ورځ هم دمشرانوجرګې یوشمیرغړواعلان سوې کابینې ته یې نه یوازي دیوه سهامي شرکت نوم ورکړبلکې یه یاده کابینه تنظمي هم وبلل.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دولایتي شوارغړې اودمدنې فعالین وایې پخوانې اوسنې دواړوحکمتونودهلمندخلک له پوره پامه غورځولې دي ،دوی که څه هم دنیوي اعلان سوي کابینې څخه خوښ دي خونیوکه یې  داده چې دهلمندسره یوځل بیادموراومیرې چلندسوی اوپه نومول سوې کابینه کې هم هیڅ رازونډه نه ده ورکول سوې .

دوی وایې که څه هم داولایت دهیواددجغرفيي لسمه برخه جوړه وي ولي بیاهم مرکزي دولت په بشپړه توګه له پوره پامه غورځولی دی ،مدني فعالین نه یوازي پراعلان سوي کابینې دسره غورکول غواړې بلکې هلمندته هم په کابینه کې دونډي وروکولوکلکه غوښتنه کوي ،اوهمدارازددوه تابعيته کسانونه منل ،دوړاوپه کارپوه کسانوګمارل یې دنوروغوښتنوڅخه دي.

که څه هم له یوسل اوپنځه ورځووروسته کابینه اعلان سوه خوورسره سم دهیواددبیلابیلوولایتوترڅنګ دمشرانوجرګې یوشمیرغړوهم اعلان سوې کابینه یوسهامي شرکت وباله .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر