۱۳۹۳ دی ۱۳, شنبه

دپاکستان پولې ته څیرمه سرحدي پولیسوڅه کم یوټن نشه یې توکې نیولې دي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۴—
دګاونډي هیوادپاکستان پولې ته څیرمه سرحدي پولیسوڅه کم یوټن نشه یې توکې نیولې دي .
په هلمندکې د۶۰۴ سرحدي زون چارواکې وایې ددوبیلابیلوعملیاتوپرمهال له دریوکسانوسره چې په دوعرادوموټروکې یاده شه یې توکې ځای پرځای کړې وه ونیول سول.

چارواکې وایې نیول سوي توکې یه دخانشین ولسوالۍ داوښ  دغاړې په سیمه کې یه دیوه کمین پرمهال دسرحدي پولیسولاسته ولویدل .
په دې اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې د۶۰۴ سرحدي زون دارکان ريس مل پاسوال حمیدالله صدیقي تیره ورځ ناوخته وویل ۱۱۵ کلیوګرامه لانده تاریاک ،او۸۷۰ کلیوګرامه چرس سرحدي پولیسودیوه کمین پرمهال نیولې دي .

هغه وایې دوه عرادي موټر،یومیل کلاشنکوف ،یوه پایه ثریاټلیفون ددریوکسانوسره دخانشین ولسوالۍ داوښ دغاړې په سیمه کي دسرحدي پولیسولخواونیول سول .

نوموړی وایې داچې سرحدي پولیسوپه سرحدکې خپلې ګزمې ،اوکمینونه ،زیاته کړي دي ورسره سم یې دقاچاق مخه هم تریوه بریده نیولې ده .

که څه هم په هلمندکې ترډیره دقاچاق مخه نیول سوې ده خوداسي ویل کیږي چې دتیرکال په پرتله سږکال په هلمندکي دکوکناروکرکیله زیاته سوې ده چې ترډیره په هغه سیموکې کوکنارکرل سوي دي چې دوسله والوطالبانوترولکې لاندي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر