۱۳۹۳ بهمن ۲, پنجشنبه

دهلمندسرپرست والي وایې په هلمندکي پراخې ناامنې دمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله دي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۲۲-
دهلمندسرپرست والي وایې په هلمندکي پراخې ناامنې دمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله دي .
هغه چې دهلمندلپاره نوي دټاکل سوي امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دپیژنګلوۍ په غونډه کې خبري کولې وویل ،کورنیو،دفاعا،محلي راګانونو،ترڅنګ یې دامینت شوراته هم څوڅوځله ویلې خوهغویونه داچې پآملرنه کړي بلکې یه هیڅ رازمرسته ونکړه چې له امله یې ناامنې دپام وړډیري سوي
نوموړي که څه هم دچانوم وانه خست خوزیاته یې کړي په مرکزکې ځینې کړۍ دي چې دڅوکیوپرسرمعاملې کوي چې دغه چارې دامینت په خراب والې کې مثبت رول لوبه ولی دی .
نورحال هلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندسرپرست والي محمدنعیم چې ددې ولایت لپاره دنوي ټاکل سوي امینه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دپژندګلوۍ په غونډه کې دخپلوخبروپرمهال مرکزي دولت دهلمنددامنیتي ستونزوپه لمنځه وړلوکې پاته وه باله ،هغه وایې دکورنیو،ملي دفاع،محلي ارګانونو،اوهمدارنګه یې دامنیت شوراته هم په هلمندکې دامنیتي ننګونې په اړه څوڅوځله ویلې خوهغویودده په خبره سرهم نه دی ګرولی چې له امله یې ناامنې دپام وړډیري سوې.

سرپرست والي دهغه رازڅخه هم پرده پورته کړه چې ګواکې په رهبرۍ کې یوشمیرکسان په اداري فسادکې دشکیل تیاله امله دڅوکیوپرسرخپلې معاملي کوي چې دلته یې ناامنۍ څوبرابره زیاتې کړي دي .
خونوموړې دکوم کس نوم یادنکړ.

هغه وایې که مرکزي دولت په شمالي هلمندکې پراخ تصفوي عملیات ونکړي داوړي په رارسیدوبه بیاامنیت تامینه ول ناشونې خبره وي .

دهلمنددشمالي ولسوالیودناامنیوڅخه اوه میاشتې اوړې خونه یوازي ملکي کسانوته پکې مرګ ژوبله واوښته بلکې دواړولوروته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې لاناامنۍ پرخپل ځای دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر