راپور—۲۰۱۵—۱—۱۳—
په هلمندکې دایساف ځواکونوڅخه دپنځم
پړاودامنیت انتقال په داسي حال کې ترسره سوچې لااوس هم دلته ډیری امنیتي ننګونې
پرخپل ځای دي .
په دې اړه په ۲۱۵ میوندقول اردوکې په
جوړوسومراسیموکې ددې ولایت چارواکوکه څه هم دپوره اماده ګۍ ،اوپرامنیتي وضعه دبرلاسي
کیدوڅخه خبررورکړ،خواندیښنه یې هم وښوده
که مرکزي دولت دې ولایت ته خاصه پاملرنه ونه کړي نوناامنې به دپام وړډیره سي ،

زموږهمکارسردارمحمد سروري هم
دمراسیمودګډونواولوڅخه ووچې دغه راپوریې رالیږلی دی .
په هلمندکې دایساف ځواکونوڅخه دپنځم
پړاودامنیتي چارولیږدپه داسي حال کې ترسره سوچې نه یوازي امنیتي ننګونې دپام
وړډيري دي بلکې ډیری داسي سیمه هم سته چې له تیروڅوارلسوکلونوراهیسي هم دوسله
والوطالبانوسره په واکې دي،
دهلمندودوالي مرستیال محمدجان رسولیار،اوسرپرست امنیه
قوماندان سمونوال پاچاه ګل بختیاردمرکزي دولت څخه دامنیت دراویستلوپه برخه کې دې
ولایت ته نه یوزاي دپوره پام اړولوغوښتنه کوي،

دوی ډاډورکوي چې دشته ستونزوسره سره بیاهم
کولای سي ددې ولایت څخه دناامنیولمنه ټوله کړي .
پرهمدي مهال دملي دفاع دوزارت دپیژنتون ریس
تورنجنرال عبدالله .اوپه هلمندکې د۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان بریدجنرال دادن لونګ وایې دم ګړی افغان وسله والوپوځ
دکمیت لمخې پرخپلوپښوولاړدی،

دوی ژمنه کوي چې نه یوازي به دپردیوله لورې
دتپل سوي جګړې جرړي وه باسي بلکې به ددې ولایت خلکوته هم دهوساه او ارام ژوندزمینه
برابره کړي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر