۱۳۹۳ دی ۱۳, شنبه

دسنګین دپیښې په غبرګون پیل سوی لاریون څلرمې ورځې ته هم وِغځیده .



راپور—۲۰۱۵—۱—۱—
په هلمندکي دسنګین دپیښې په غبرګون پیل سوی لاریون څلرمې ورځې ته هم وِغځیده .
دیادي پیښې دڅیړنې په موخه دولسي اومشرانوګې څخه راغلي شل کسیزه پلاوي ناوخته مازدګردزیانمنوکورنیواودسنیګن ولسوالۍ دیوشمیرقومي مخوروسره وکتل ،وکیلانوزیانمنوکورنیوته ژمنه وروکړه چې غوښتنې به یې ترولسمشره اوټولولوړپوړوچارواکونیغ په نیغه وررسوي .
دناوي دخاوندوروروایې هیڅ نه غواړم خویوازي دې دولت زماقاتلینوته علنې سزاورکړي اوپه سنګین ولسوالۍ کې روان دجنګ ناورین پایته وره سوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم دهیواد په نوروولایتونوکې دحضرت محمد ص د نيکمرغه ميلاد ورځ لمانځې خودلته په هلمند کې  ډیری اوسیدونکې بيا په سنګين کې دواده پرمراسیمودپیښې دقربانيانوپه ويرناست دي،

اوڅلرمه ورځ یې هم ولایت ودانۍ ته دورتلولاره بنده کړي ده ،دوی وایې ترهغه به خپلولاریونونوته دوام وکړي ترڅوولسمشرله دوی سره مخامخ خبري ونکړي ،اودلته په ملکي اونظامي برخه کي پراخ بدلون رامنځته نکړي ،دناوي دخاوندورورچې دخبروتوان یې نه درلوددراغلووکیلانوڅخه یې په سنګین ولسوالۍ دروان حالت دختمیدوغوښتنه هم وکړه .

دوی وایې مرکزي دولت دې دهلمندپه دولتي اداورکې دپراخ فساد،دغیري مسلکي کسانوپه دنده ګمارل، اودیته ورته په نوروبرخوکې پراته خنډونه لمنځه یوسي ، څوددغه ډول پیښومخه نیول سوې وي .

په ورته وخت کې دوکیلانود شل کسیزه پلاوي په استازي توب دهلمنددخلکواستازې عبدالجبارقهرمان دزوم وروراونوروقومي مخوروته ډاډورکړچې ترهغه به چپه خوله نه کښینې اوددوی ږغ به هم نیغ په نیغه ترولسمشره وره سوي .


وکیلان هم په اداروکې دپراخ بدلون رامنځته کول، په هلمندي کې دپرتوستونزودلري کولویوه غوره لاره  بولې، دوی وایې هڅه به وکړي چې لوړپوړوچارواکوته هم په دغه برخه کې دلایل وړاندي کړي ترڅوپه دې ولایت کې دپرتوستونزومخه نیول سوې وي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر