۱۳۹۳ بهمن ۵, یکشنبه

ملاخیل:که دولسوالیوامنیتي مسولین دامنیت په راویستلوکې پاته راسي له دندوبه یې لري کړي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۲۵—
دهلمندنوي امنیه قوماندان دولسوالیوامنیتي مسولینوته خبرداری ورکړکه دامنیتي ستونزوپه حل کې پاته راسي له دندوبه یې لري کړي .
پاسوال نبي جان مولاخیل وایې که دولسوالیوامنیتي ستونزوته دحل لاره ولټول سي په مرکزکې شته ستونزي لمنځه ځي ،نوموړي په جنوبي هلمندکې دامنیتي چارواکودلري کولواودیوه پراخ بدلون درامنځته کیدوڅخه خبرهم ورکړ.
نوموړي دامینتي ځواکونوترمنځ پرکلکې همږغي هم ټنګاروکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمدسروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دشمشادسره په خبروکې دولسوالیوامنیه قوماندانوته خبرداری ورکړکه دولسوالیوپه امنیتي چاروکې پاته راسي له دندوبه یې لرې کړي ،نوموړي په هلمندکې ددي ترڅنګ دامنیتي ځواکونوترمنځ دیوي کلکې همږغي درامنځته کیدواوپه دغه برخه کې دپرتوستونزودحل کولوډاډورکړ.

امنیه قوماندان ددې ولایت په جنوبي ولسوالیوکې دیوه پراخ بدلون څخه دخبرترڅنګ په شمالي ولسوالیوکې دبشپړه امنیت دارویستلوژمنه وکړه .

هغه وایې هلمندته له نوو،اوپراخوپلانونوسره راغلی ترڅوپه امنیتي برخه کې هررازننګونې لمخي لري کړي ،خوملاخیل دلته په بیلابیلونوموودوسله والوډلودرامنځته کیدوشته ګنګوسي ټولي ردکړي اوټنګاریې داوچې دوی به هیچاته اجازه ورنکړي ترڅوپه یوه اوبل نامه نوې جګړه راپیل کړي .
دهلمندپه دولتي اداروکې دپراخ فساد،ددولتي مځکوغصب،دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغي ،دکوکناروکرکیله اوقاچاق،په شمالي هلمندکې پراخې ناامنۍ ،دولسوالیودامنیتي مسولینوبیسوادي ،اوزورواکې ،په دغه برخه کې دپراخوبډواخستل ،هغه لوی لوی ننګونې چې نوي امنیه قوماندان ورسره مخ دی .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر