۱۳۹۳ دی ۹, سه‌شنبه

دژمې درارسیدوڅخه یوه میاشت اوړې خولااوس هم ښوونځیوته دسون توکې نه دې ورکول سوي چې درسي بهیریې له ګڼوستونزوسره مخ کړی دی .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۳۱—
په هلمندکې دژمې درارسیدوڅخه یوه میاشت اوړې خولااوس هم ښوونځیوته دسون توکې نه دې ورکول سوي ،چې درسي بیهریې اودزده کوونکوروغتیایې حالت له ګڼوننګونوسره مخ کړی دی .
ددې ولایت یوشمیرمدنې فعالین وایې که یاده ستونزه نوره هم وغځیږي کیداسي له ځانه سره ډیری نوربدعواقب هم وه زیږه وي ،دوی په دغه برخه کې دپوهنې دوزارت اواړونده ریاست څخه غوښتنه کوي چې ستونزوته ژریوه دحل لاره ولټوي ،خوپرهمدي مهال بیادپوهنې دریاست چارواکې یاده ستونزه منې خووایې په قراردادونوکې دیولړستونزوله امله یاده پروسه له خنډسره مخ سوله چې ددوورځوپه تیردوبه ټولوښوونځیوته دسون توکې وره سوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندیوشمیرمدني فعالین وایې دلېندۍ  په ۱۵ باید ټولوښونځیوته دسون توکې رسول سوې وایې چې دپوهنې په ریاست کې له پراخوستونزواوبې پروایې له امله دیوې میاشتې په تیریدوبیاهم ښوونځیوته دسون توکې نه دې ورکول سوي چې دزده کوونکوپردرسي بهیریې دمنفي اغیزوترڅنګ هغوی ناروغ سوي هم دي .

دوی وایې داچې په هلمندکې ۲۶۴ ښوونځي اوس مهال دزده کوونکوپرمخ پرانسیتي دي خوپه هره ښوونځي  کې ۳۰  سلنه ماشومان دهمدي یخني  له امله غیر حاضر دي.
پرهمدي مهال دهلمنددپوهنې ریس عبدالمتین جعفرهم دامنې چې سږکال دوی له دغه ډول ستونزي سره مخ سوله چې دزده کونکودرسي بهیرته یې هم زیان اړه ولی دی ،هغه وایې داچې په دولتي اداروکې یوډول ستونزي موجودې دي چې قرار دادونه دډيرې مودې لپاره ځڼډول کیږي اوډیرکارته هم اړیتالري نوځکه یې دوی له یادوستونزوسره مخ کړله .

هغه ژمنه کوي چې له راتلونکودریوورځوپه تیریدوبه ښوونځیوته دسون توکې وره سوي اودغه ستونزه به حل کړي .

هلمندته دتشکیل لمخې ۳۸۳ ښوونځۍ ورکول سوي دي چې ۲۶۴ یې پرانسیتې اوشاه وخوا۱۹۲ زره زده کوونکې په زده کړوبوخت دې خولاهم ۱۱۹ ښوونځۍ دزده کوونکوپرمخ تړلې پاته دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر