۲۰۱۴----۱----۱
په هلمندکي پربیځایه سوو سلګونه
کورنیودژمنیواوالبسي توکومرسته وویشل سول .
چارواکي وايي دغه مرستي دنړیوال خوراکي زامان
داداري لخوا دلښکرګاه ښاراړوندسیموکي به هغه بیځایه سووکورنیوته ورکول سي چي دجنګ
جګړواویاهم دطبي پیښوله امله زیان مني سوي وي .
خوپه ورته وخت کي بیادغه کورنۍ وايي له یوي
خوابیروزګاري ډيره ده اوله بلي خواورکول سوي مرستي هم ددوي لپاره هیڅ ډول بسنه
نکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار
سردارمحمد سروري راکوي .
دمرستودویش پرمهال دهلمندوالی محمدنعیم
خبریالانوته وویل دغه مرستي چي ۱۴ قلمه
بیلابیل ژمني اوالبسي توکي پکښي شامل دي دلښکرګاه ښاراړونده پر۱۱۵۵ بیځایه سوکورنیوبه
وویشل سي .
هلمندوالي وايي که څه هم دغه مرسته
دکورنیولپاره بسنه نکوي خوپه وینايي دوي به هڅه وکړي چي یادوکورنیوته اساسي مرسته
پیدااوددوي دغه ستونزي پري حل کړي .
نوموړی زیاته وي دغه مرستي به په شفافه توګه
سره هغه کورنیوته ورکول سي چي واقعي مستحقي اوله ستونزوسره مخ وي .
په ورته وخت کي مرسته اخستونکي هم ددولته څخه
داساسي مرستودورکړي غوښتنه کوي .
دوي زیاته وي په هلمندکي له یوي خواورته
دکارکولوزرمینه نه ده برابره اوله بلي خوادولت هم هغه ډول مرسته نه ورسره کوي څودوي
دخپل ژوندلومړنیو ستونزوته دحل لاري چاري ولټوي .
که څه هم دژمي په رارسیدوسره دلښکرګاه ترڅنګ په
ولسواليوکي هم ددغه ډول مرستودویش لړۍ پیل سوي خومرسته اخستونکي وايي دولت
بایددخلکولپاره داساسي مرستوپه لټه کي سي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر