۱۳۹۲ دی ۲۳, دوشنبه

هلمند: د۳۷ میلیونه امریکايي ډالروپه ارزښت پروژه ګټي اخستني ته وسپارل سوه .

راپور۱۳-۱-۲۰۱۴
په هلمندکي د۲۱۵ میوندقول اردولپاره د ۳۷ مليونه امريكايي ډالروپه لگښت نوي تاسيسات گټې اخيستنې ته وسپارل سول
دغه تاسيسات د دوه كلونوپه موده كې دښوراب په سيمه كې جوړسوي چې د يكشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې گټې اخيستنې ته وسپارل سول.
په ورته وخت کي ددې ولايت چارواكي له نړيوالې ټولنې څخه د ملي پوځ لپاره دیته ورته دلانورومرسته اوتجهيزاتوغوښتنه كوي.
نوحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردوقوماندان تورن جنرال سيد ملوك وايي د قول اردولپاره ۵۴ بلاكونه چې ټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول سوي د امريكا د متحده ايالوپه مالي مرسته د ۳۷ مليونه امريكايي ډالروپه لگښت د تيرودوه كلونوپه موده كې جوړه چي ګټي اخستني ته وسپارل سوه .
هغه وايي وړاندي تردي یه دځاي دنه شتون له امله یوډول ستونزي درلودي خودیادوتاسیساتوپه جوړیدوسره به يي پرتي ستونزي لمنځه ولاړي سي .
دنوموړي په وینادغه ډول تاسیسات ددوي په کارونو کي نورهم مثبته اغیزه درلودلي سي څودوي وکولای سي خپلي پوځي چاري پدي برخه کي نوري هم منظمي کړي .
په همدي حال کي د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختورددغي ستري پروژي په جوړیدوسره خوښي وښودل اوزیاته يي کړه اوس مهال افغان پوځ داوړتیالري چي دخپلي خاوري څخه ساتنه وکړي .خوپه وینايي دپوځي تجهيزاتوپه برخه كې لاهم ځیني ستونزي سته اونړيواله ټولنه بايد په دغه برخه كې خپلومرستوته دوام وركړي.

هغه وايي که څه هم په پوځي برخه کي مرستي پرځای لګول سوي خودقول اردوله مسولینوڅخه يي دیادوتاسیساتودښه ساتلوغوښتنه وکړه .

د يادونې وړده چې ۲۱۵ ميوند قول اردوڅلوركاله وړاندې په هلمند ولايت كې د ملي دفاع وزارت په چوكاټ كې رامنځ ته شوه چې دا مهال په هلمند اونيمروزولايتونوكې خپلې پوځي دندې پرمخ بيايي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر