۱۳۹۲ دی ۳۰, دوشنبه

هلمند: دلښکرګاه ښاردکارته لګان په سیمه کي یوپولیس ووژل سو.

راپور----۲۰۱۴----۱---۲۱
 تیره ورځ ناوخته دلښکرګاه ښاردکارته لګان په سیمه کي یوپولیس افسر وژل سوي دي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دټلیفون پرکرښه وویل دغه پولیس افسرتیره ورځ ناوخته هغه مهال دموټرسیکل سپرولخواوویشتل سوچي په یاده سیمه کي پولیس دتیردوپه حال کي وو.
ځواک وايي پولیسوپلټني پیل کړي ترڅودوژل سوي پولیس افسرقاتلین ونیسي اودقانون منګلوته يي وسپاري .
که څه هم دالومړی ځل ندي چي دښارپه زړه کي دولتي اوعام خلک په نښه کیږي وړاندي تردي هم دیته ورته څوځله دغه ډول پیښي رامنځته سوي خوتراوسه يي هم په تورهیڅ هم نه دي نیول سوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر