۱۳۹۲ دی ۲۹, یکشنبه

هلمند : په دوه جلا جلاپيښوكې څلورووسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته .

خبر-۲۰-۱-۲۰۱۴
په هلمند كې په دوه جلا جلاپيښوكې څلورووسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته .
دهلمندولایت دامنيه قوماندانۍ د مطبوعاتوآمرسمونوال عبدالاحد چوپان وايي د دوشنبې په شپه وسله والوطالبانود مارجې په سيستاني سيمه كې پرامنيتي پوسته بريد كړى چې د پوليسوپه ځوابي بريد كې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل سول اویوبل يي ټپي سو.
هغه وايي په همدي شپه د سنگين ولسوالۍ په كټوزوسيمه كې هم وسله والوطالبانوپريوه امنيتي پوسته وسله وال بريد كړى چې د پوليسوپه ځوابي بريد كې د شرافت په نامه د وسله والوطالبانويوقوماندان ټپي سوى دى.
هغه وايي چې په دې بريدونوكې پوليسوته كوم زيان نه دى اوښتى
خووسله والوطالبانوتردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر