۱۳۹۲ دی ۲۱, شنبه

هلمند: له څوکلونویوځل بیادهلمند په ديشوولسوالۍ كې چاڼيزعمليات پيل سوي دي .

راپور-۱۱-۱-۲۰۱۴
وروسته له څوکلونویوځل بیادهلمند په ديشوولسوالۍ كې چاڼيزعمليات پيل سوي دي .
ځايي چارواكي وايي دغه عمليات يې په نوموړې ولسوالۍ كې د امنيتي ساحې د پراختيالپاره په پیل کړي دي .ترڅوپه سیمه کي د ښې حكومتداري . دشفافوټاکنواونوروټولنيزوخدمتونولپاره زمينه برابره سي.
چارواکي وايي اوس مهال د هلمند په باغران اود يشوولسواليوكې امنيتي ستونزې شتون لري اوپاته نوروولسوالیوکي امنیت دیادودولسوالیوپه پرتله دډاډوړدي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختوروايي چې له ديشواوباغران ولسواليوپرته ددې ولايت ۱۲ ولسوالیوکي دولتي حاکیمت ټنګ دي اونه يوازې امنيت ستونزنلري بلكې پكې د ښې حكومتوالداري چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي .
بختوروايي د راتلونكوولسمشرۍ اوولایتي شوراګانودټاكنولپاره په یادولسوالیوکي هم زمينه برابره کړي.
هغه وايي اوس مهال په دیشوولسوالیوکي دګډوامنیتي ځواکونولخواجاڼیزعلمیات پیل کړي ترڅوپه دې ولسوالۍ كې هم دښه امنیت دراویستلوترڅنګ یادوټاکنوته هم زمینه برابره سي .

دنوموړي په ویناپه شمالي هلمندکي باغران هغه ولسوالۍ ده چي تراوسه هم پکي وسله وال حاکم دي خوپه وینايي دیوه منظم پلان لمخي به یاده ولسوالۍ هم تردولتي حاکیمت لاندي راولي .
ديشود دهلمند جنوب کي په شاوخوا ۲۵۰ كيلومترى كې له پاكستان سره په گډه پوله پرته سرحدي ولسوالي ده چې نه يوازې پكې د دولت د وسله والومخالفينوشتون په پراخه توګه ترسترگوكيږي بلكې د نيشه يي توكود قاچاق اوكاروباریوسترمرکزهم بلل کیږي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر