راپور-۲۱-۱-۲۰۱۴
په هلمندکي یوځل
بیادپولیویاګوزڼ نوي پیښه رامنټه سوي ده .
دعامي
روغتياچارواکي وايي که
څه هم دغه ماشوم ته شپږدورې د گوزڼ دمخنیوي واكسين ورکول سوي خوددوي لپاره دا
یوبدخبردي چې
بيا هم په دې ولايت كې یاده
ناروغي شتون لري .
مسولینوپه هلمندکي ددي ناروغۍ
د شتون لامل په ډیری سیموکي
نا امني،له يوې سيمې څخه بلې ته د خلكوکډه کول اود واكسين له کارکونکوسره د خلكونه همكاري یه لامیلونه په ګوته کوي .
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
دهلمندولایت دعامې
روغتيا رئيس ډاكترعنايت الله غفاري وايي د گوزڼ دغه تازه پيښه د نادعلي
ولسوالۍ د ماتكي ددښت
په سيمه
كې رامنځ ته سوې
چې له امله يې يودوه كلن ماشوم چې شپږځله ورته د پوليوضدواکسین هم ورکول سوي خوپدي بدمیکروب اخته سوي دي .
غفاري وايي یوکال وړاندي په
دې ولايت كې د پوليومثبته پيښه نه وه رامنځ ته سوې خوددې پيښې رامنځ ته
كيدل ددوي لپاره
یوبدخبردي چي اوس هم په دې ولايت كې د پوليوويروس شتون
لري.
دنوموړي په ویناددغه ډول
پیښورامنځته کیدل امنیتي ستونزي . له یوي سیمي نه بلي ته دخلکوکډه کول .اوهمدارنګه
دواكسين
کوونکوله ډلوسره د خلكونه همكاري ده چې تنكي
ماشومان له دا ډول ستونزوسره مخامخ
كيږي.
د هغه په خبره چې دوى د واكسين د كمپاين د لا پراخوالي
په موخه نورې ډلې هم زياتې كړي دي چې د بيلگې په ډول يې په مارجې ولسوالۍ كې د ۳۰
نويوټيمونويادونه جوړه ول دي .
غفاري په جنګ کي له
ښکیلوغاړوڅخه هم په سیمه کي دواکسین کوونکوله ډلوسره دپوره مرستي غوښتنه کوي ترڅوپه
ټولوسيموكې دكم
عمرماشومان له واكسين
څخه بي برخي نسي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر