۱۳۹۲ دی ۱۰, سه‌شنبه

هلمند: د۴۰ میلیونه افغانیوپه ارزښت دیوي پروژي چاري پیل سوي .

راپور-۳۱-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې ددیني مدرسي لپاره د ليليې د ودانۍ دجوړیدود بنسټ ډبره كښيښودل سوه .
چارواكي وايي دغه ودانۍ د ډنمارك هیوادپه مالي مرسته چې لگښت يې څه باندې ۴۰ مليونه افغانيوته رسيږي چي په پاخه اواساسي توګه جوړيږي .
پرهمدي مهال ددي ولایت دپوهني دریاست مسولین وايي په دې ودانۍ سره به د حافظانوهغه پرتي ستونزي هوارې سي چې اوس مهال د ليليې د نشتوالي په برخه كې ورسره لاس اوگريوان دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري .
دغه ودانۍ چي د سه شنبې په ورځ د لښكرگاه ښارد مختارپه سيمه كې یه دجوړیدوچاري يي پيل سوې پرمهال يې د هلمند والي محمد نعيم خبريالانوته وويل یاده ودانۍ چې څلويښت خونې اوټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول سوې د يوكال په موده كې به يی چاري بشپړي چي د ډنمارك هيواد په مالي مرسته د څه باندې ۴۰ مليونه افغانيوپه لگښت جوړيږي.
والي وايي دغه ودانۍ به پريوه وخت د ۳۰۰ زده كوونكود ځايولودوړتيا تر څنگ  د خوړلو لپاره دځاي امكانات هم په پام كې نيول سوي دي . 

نوموړي ژمنه وکړه چي ددې دارالحفاظ لپاره ځانگړې سوې ساحه لږده خوهڅه به وکړي چي پدغه برخه کي پرتي ستونزي هم لمنځه یوسي .
په ورته وخت کي د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفروايي وړاندې تردي د ليليې په برخه كې د دارالحفاظ زده كوونكوډيرې ستونزې درلودې اوان داچي یوشمیرزده كوونكوپه ښاركې د اوسيدولپاره ځایونه په کرایه نیولي وو.

دپوهني دریس په خبره دمارجې اونادعلي ولسواليوكې هم پلان لري چې د ديني مدرسولپاره ودانۍ جوړدي کړي .

بایدوویل سي په هلمند كې دا مهال ۱۱ ديني مدرسې شتون لري دچارواکوپه خبره چې پكښې شاوخوا ۴ زره زده كوونكي ديني زده كړې كوي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر