په هلمند كې د بشري حقونوخپلواك كمسيون اوديني عالمان
ځانمرگوبريدونوته دماشومانوهڅول
په كلكه سره غندي .
دغه نهادونه په
داسې حال كې ددغه عمل په وړاندې غبرگون ښيي چې تیره ورځ په دې ولايت کي هغه نهه كلنه نجلۍ ځان سرحدي
پوليسوته سپارلى وچې د خپل ورورلخوا ځانمرگي بريد ته هڅول سوي وه .
په ورته وخت کي چارواکي هم
دیادي موضوع په اړه دجدي پلټنودپیل کیدوخبرورکوي چي وروسته به په اړه تصمیم ونیول
سي .
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې ديني عالم اود سولې د ولايتي كميټې د عامه
پوهاوي مسؤل مولوي مهردل فراهي وايي په اسلام كې د ماشومانوپروړاندې زورزياتى اوددې
ترڅنگ ځانمرگوبريدونوته هڅول په
اسلام كې ورته سختې سزاوې ټاكل سوې دي.
په همدې حال كې په دې ولايت كې د بشري حقونود خپلواك
كمسيون د څيړنود څانگې مسؤل عبدالله خالقي وايي دغه ډول عمل داسلام اوقانون لمخي ناروااود
بشري حقونوخپلواك كمسيون هم دا عمل په كلكه غندي اوعاملينوته يې د درنې سزا غوښتنه
كوي.
هغه وايي څه موده وړاندي
دهلمندپه مارجي ولسوالۍ کي هم دیته ورته د
يوې بلې پيښې شاهد وچې د ځانمرګي بريد د واسكټ د چاودنې له امله د يوې ديني مدرسې
څلوروتنوتنكيوزده كوونكوژونديي
واخیست په ورته وخت کي ددي ولایت د ښځوچاروا رئيسه جميله
نيازۍ وايي په هلمند كې
ددغه ډول پیښودقرباینانولپاره د امن دكورنه درلودل یوه لویه ستونزه بولي .
نیازۍ زیاته وي د
نجلۍ كورنۍ څلوركاله وړاندې له غزني ولايت څخه دهلمند خانشين ولسوالۍ ته راکډه سوی ده .
پرهمدې
مهال د هلمند د والي وياند عمرځواك وايي ددې نجلۍ په اړه يي پلټنې پيل كړې دي ترڅوددي پیښي په اړه کره معلومات راټول اوپه اړه يي تصميم
ونیسي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر