راپور۲۲-۱-۲۰۱۴
د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسيدونكي پرپوليسوتورلگوي چې يونهه کلن ماشوم يې په ډزوسره وواژه .
دغه اوسيدونكوچې د چهارشنبې په ورځ د
ولايت ودانۍ مخې ته د احتجاج په ډول سره راغلي اودماشوم مړي هم ورسره وود
مارجې ولسوالۍ پرملي
پوليسويي
تورولگاوه چې دغه ماشوم يي په
ډزوسره وژلي دي .
په همدي حال کي بیاچارواكي
وايي ياد سوى
ماشوم د جګړې پرمهال وژل
سوى
خودوى
په دې اړه پلټنې هم پيل
كړې دي.
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه اوسیدونکي وايي یادسوي
ماشوم دسه شنبې په ورځ د مارجې ولسوالى په سيستاني
سيمه كې هغه مهال د پوليسولخوا په نښه سوچې له نوموړې سيمې څخه دتیريدوپه حال که وه .
دوي همدارازوايی که يی ولایتي
اداره غم ونه خوري دوي به خپله موضوع ترنورلوړپوړوچارواکوهم ورسوي .

خوبلخوا
د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختوروايي له يادوسويواوسيدونكوسره يې
ليدلي خووايي چې دغه
ماشوم د پوليسواووسله والوطالبانوترمنځ په جگړه كې وژل سوى دى.
بختور ډاډورکوي كه
چيرې پدي غه پیښه کي
پوليس ښكيل وپيژندل سي
د قانون لمخي نه یوازي
سزاورکوي بلکي له دندي به يي هم لري کړي .
دا په داسې حال كې ده چې د سه شنبې په شپه هم د گرشك
ولسوالۍ دنهرسراج
په سيمه
كې د يوې كورنۍ درى تنه غړي د سيمه ايزوپوليسولخوا په خپل کورکي په ډزوسره وژل سوي وو.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر