۱۳۹۲ دی ۱۷, سه‌شنبه

هلمند ; پوليسوته ورکول سوي پوځي زدکړي بسنه نه كوي .

راپور-۸-۱-۲۰۱۴
په هلمند كې پوليسوته ورکول سوي پوځي زدکړي بسنه نه كوي .
دلښکرګاه ښارد پوليسود روزنيزمركزمسؤلين وايي هغه زده كړې چې اوس مهال په نوموړي مركزكې پوليسوته وركول كيږي کافي نه دي اوبايد په دې برخه كې د اوږد مهاله زده كړوزمينه هم برابره سي ترڅوپه راتلونكي كې پوره مسلكي پوليس ولرو.
په ورته وخت کي ددې ولایت دامینه قوماندانۍ چارواکي وايي پولیس اوس مهال داتواني لري چي پرته له بهرنیوځواکونوخپلي پوځي چاري پرمخ یوسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په لښکرکاه کي دپولیسوروزنيزمركزقوماندان سمونمل عبدالمحمد ظفرخيل وايي دیادي مرکزڅخه تردي مهاله شاوخوا لس زره سرتيري اوافسران نه يوازې د هلمند بلكې د نيمروزولايت اړوند هم فارغ سوي خوپه وینايي دغه زدکړي دلنډمهاله لپاره دي ولي دمسلکیت لپاره نوروزدکړوته پوره اړتیاده .
دده په خبره دپولیسولپاره اوږدمهاله زدکړوته پوره زمینه بایدبرابره سي ترڅوښه پولیس دټولني دخدمت کولوپه موخه دوګړودهرډول ستونزودلري کولولپاره وړاندي سي .

خوپه ورته وخت کي ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمرمل پاسوال نصرالله گرمسيروايي هغه پوليس چې له همدې مركزونوڅخه فارغ سوي کولای سي بيله د بهرنيوځواكونوله مرستې خپلې دندې په ښه توګه یوسي .


دا په داسې حال كې ده چې په تيرودوه ورځوكې په دې ولايت كې د پوليسوله روزنيزمركزاوشپږم سرحدي زون څخه ټول ۵۰۰ تنه پوليس چې په بيلابيلوبرخوكې ورته دڅواونیوپه اوږدوکي زده كړې وركول سوي چي اوس مهال فارغ اوخپلودندوته به وليږل سي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر