۱۳۹۲ بهمن ۲, چهارشنبه

هلمند: په سمه توګه دقانون نه پلی کیدل په هلمندکي دملکي کسانودمرګ ژوبلي اصلي لامل دي .

راپور-۲۲-۱-۲۰۱۴
په سمه توګه دقانون نه پلی کیدل په هلمندکي دملکي کسانودمرګ ژوبلي اصلي لامل دي .
دغه څرګنده ونې د چهارشنبې په ورځ په دې ولايت كې د بشري حقونود خپلواك كمسيون سيمه ايزومسؤلينوپه يوه خبري ناسته كې په ډاگه كړې.
دوي پرامینتي ځواکونوتورولګوي چي ډیری وختونه دبشري حقونوڅخه سرغړونه کوي اوتراوسه هم پدي برخه کي چاته قانوني جزا نه ده وركول سي بلکي له یوي سيمې څخه بلې سيمې ته د دندې د ترسره كولوپه موخه بدليږي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د بشري حقونود خپلواك كمسيون سيمه ايزمشرمحمد بلال صديقي وايي د تيرواتومياشتوپه اوږدوكې په دې ولايت كې ۸۵ تنه ملكي وگړي چې ښځې اوماشومان هم پكې شامل دي نه يوازې د وسله والومخالفينود ماينونوله امله بلكې د امنيتي ځواكونولخوا هم وژل سوي دي.
هغه پردولت تورلګوي چي تراوسه يي هیڅ یوه امنیتي کس ته دقانون لمخي جزانه ده ورکړي چي د ملكي كسانوپه ځورونه اوهمدا رازپه مرگ ژوبله كې راشكيل دي.

د نوموړي په وينا په اداروكې پراخ اداري فساد هم ددي لامل سوي چي له بشري حقونوڅخه سرغړونوته لاره هواره كړې .
صديقي زياتوي چې له دوى سره ثبت سوې شميرې دا په ډاگه كوي چې په دې ولايت كې د تيركال په پرتله پنځه سلنه د ملكي مرگ ژوبلې كچه لوړه تللي ده چي په دې وروستيوكې امنيتي ځواكونه مخامخ په دغه ډول کارونو کي شکیل پيژندل سوي دي .
خوبلخوادهلمندولایت دامینه قوماندانۍ دمطبوعاتوامرسمونوال عبدالاحدچوپان دصدیقي ادعاپه کله ردوي اوزیاته وي دهلمندپه څلوروولسوالیوکي کوم امنیتي کسان چي په غیري قانوني کړنوپیژندل سوي وي هغه يي عدلی اوقضايي اداروته ورپیژندلي دي .

دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيوكې په دې ولايت كې په بيلابيلوپيښوكې ترلسوزياتوملكي وگړوته مرگ ژوبله اوښتې چې نيمايي برخه يې دامینتي ځواکونولخوا په ډزوسره  وژل سوي دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر