
خبر. ۲۰۱۴----۱----۶
یوه نهه کلنه نجلي دورورلخواځانمرګي بریدته په زوره سره
اړیستل سوی وه چي پولیسوته يی پناوړي .
دهلمندولایت دشپږم سرحدي زون چارواکي وايي دغه نجلۍ تیره ورځ په خانشين ولسوالۍ کې وروسته تر هغه ځان پوليسو
ته سپارلى دى چې ورورپه زوره سره دځان وژونکې حملي لپاره اړیستي وه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد
سروري راکوي .
په هلمندکې دشپږم سرحدي زون دارکان رييس سمونوال حميد الله صديقي ددوشنبي په ورځ خبريالانو ته وويل تیره ورځ دخانشين ولسوالۍ دتاغزپه سمیه کي دځانمرګي بریدلپاره اړیستل سوي نجلي وروسته له هغه دوى ته پنا ور وړي چې ورور يې په زور دپوليسو پریوي امنیتي پوستي دبريد لپاره لیږله .
صدیقي ډاډورکړچي سرحدي پولیس به په سیمه کي دهرډول
ناامنیومخه نیسي اودپرتوستونزولپاره به هم پرخپل وخت دحل لاري چاري لټوي .
دځانمرګي بریدلپاره چمتوسوي نجلي سپوږمۍ وویل له څوورځوراهيسي يې پلاراووروروهله اوډبه وله چي ګواکي له پوليسو سره نا
مشروع اړيکې ساتي .

سپوږمۍ غوښتنه وکړه خپل کورته ځکه نورنه ځي چي پلاراوروريي
داځل په وهلواوټکولوسره یوځل بیادغه ډول بریدته اړباسي .
دیادوني وړده وړاندي تردي هم دځان وژونکو بريدونو لپاره په زور اړ ايستل سوي ماشومان په دې ولايت کې امنيتي ځواکونو نيولي دي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر