۱۳۹۲ دی ۲۹, یکشنبه

هلمند :د موسى كلا اونوزاد ولسواليود لويې لارې د بیاخلاصون په موخه عمليات پيل سوي دي

راپور۱۹-۱-۲۰۱۴
دهلمند د موسى كلا اونوزاد ولسواليود لويې لارې د بیاخلاصون په موخه عمليات پيل سوي دي.
د نوزاد ولسوالۍ چارواکي وايي دغه عمليات نه يوازې دلوي لاري د خلاصون بلكې د نوروهغه سيمولپاره هم دي چي اوس مهال وسله وال طالبان پکښي فعاليت لري.
دوى همدا راززیاته وي تردې مهاله وسله والومخالفینوته درنه مرگ ژوبله هم اوښتې ده.
بل پلودنوموړې ولسوالۍ ځينې اوسيدونكي وايي ددې عملياتوپرمهال دملي اردودستري لخوایويولس كلن ماشوم په  ډزوسره وژل سو.
دنورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دنوزادولسوال سیدمرادسادات وايي دغه عملیات چي دشنبي په ورځ پيل سوي اوس هم په سیمه کي دوام لري.
دده په خبره تردې مهاله د وسله والوطالبانود څلوروقوماندانانوپه گډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل سوي اويود ملي اردوسرتيرى ټپي سوى هم دى.
ولسوال زیاته وي په همدې ورځ ددې ولسوالۍ د انځرشالي په سيمه كې وسله والوطالبانودوه ملكي كسان له موټرڅخه کښته کړي اوپه ډزوسره يي وژلي دي .
بل پلوپه هلمند كې د عامه نظم د اومې لوا قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري وايي په دې عملياتوكې د عامه نظم پوليس اوملي اردوبرخه اخیستي او تردې مهاله يې لسگونه ماينونه كشف اولمنځه وړي دي .

په همدي حال کي د نوزادولسوالۍدرنگينې باوړۍ دسيمې اوسيدونكي وايي دیادوعملياتوپرمهال د ملي اردوسرتيریويولس كلن ماشوم په نښه اوپه ډزوسره يي وواژه .

خوپه دې اړه د نوزاد ولسوال اود ۲۱۵ ميوند قول اردومرستيال جنرال غلام فاروق پرواني نا خبري ښيي اووايي چې په اړه به يي څيړنې پیل کړي .

د نوزاداوموسي کلاولسوالۍ دلوي لاري عمليات په داسې حال كې ترسره كيږي چې په دې وروستيوكې د بهرنيوځواكونودوې قرارگاوې بيله دي چې افغان ځواكونه په جريان كې واچوي له سيمې څخه وتلې اوامنیتي چاري افغان ځواکونه پرمخ وړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر