۱۳۹۲ بهمن ۳, پنجشنبه

هلمند: تیره شپه دنامعلوموكسانولخوا یوخبریال په مرموزډول سره وژل سوى دى

 
راپور۲۴-۱-۲۰۱۴
تیره شپه په هلمند كې يوخبريال د نامعلوموكسانولخوا په مرموزډول سره وژل سوى دى
دغه خبريال چې له يوې نړيوالې رسنى ترڅنگ يې په لښكرگاه كې له يوې سيمه ايزې راډيوسره هم کارکوي د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې په لښكرگاه ښاركې لادركه سوچې مړى يې د جمعې په شپه د لسوبجوپه شاوخواكې د ملي امنيت د منسوبينواوپوليسولخوا موندل سوي وو.
دوژل سوي خبريال پلاروايي دوى له چا سره شخصي دښمني نه لري اونه پوهيږي چې ددې پيښې اصلي عامل به څه وي خودقاتلینودنیول کیدوغوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دځوانمرګ خبریال نوراحمد نوري پلار سيد نصرالدين وايي دوى له هيڅ چا سره کومه شخصي دښمني نه لري اوزوى يې په رسنيوكې دنده ترسره كوله اوله همدې لارې يې د خلكوخدمت كاوه خواوس مهال نه پوهيږي چې ځوان زوي یه د چا لخوا اوولې وژل سوى دى.

هغه له دولت څخه غوښتنه كوي چې دده د زوى قاتلين پيدا اود وژل كيدوانگيزه يې دي هم په ډاگه كړي اوددې ترڅنگ يي په هلمندکي د نوروخبريالانود امنيت لپاره دي جدي پاملرنه وكړي.
په همدې حال كې په هلمند كې د خبريالانود خپلواكې ټولنې مشرزين الله ستانكزى وايي چې نوراحمد نوري له نيويارك ټايمزترڅنگ له بست سيمه ايزې راډيوسره هم کارکوي چې مړى يې د جمعې په شپه د پوليسواوملي امنيت د منسوبينولخوا د لښكرګاه ښارموټرپلورنځيوته څيرمه يی پداسي حال کي مړي وه موندل سوچي په گونى كې اچولي وو.

نوموړى هم په جدي توګه له دولت څخه غوښتنه كوي چې دخبریالانودساتلوترڅنګ دي ددې ډول پيښوعاملين ونيسي اوله قانون سره سم دي سزا وركړي.
په ورته وخت کي د هلمندوالي محمد نعيم وايي په دې اړه يې كلكې پلټنې پيل كړې اوژمنه كوي چې په دې برخه كې له ټولوشته امكاناتوڅخه به كارواخلي اوددې پيښې عاملين به د قانون منگولوته سپاري.

په هلمند كې ترعبدالصمد روحاني وروسته دا دوهم خبريال دى چې په مرموزډول د نامعلوموكسانولخوا وژل كيږي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر