۱۳۹۲ دی ۱۴, شنبه

هلمند: دزده کوونکوخوارکي توکي په بازارکي عام ډول سره پلورل کیږي

 
راپور۴-۱-۲۰۱۴
په هلمند كې د پوهنې رياست اړوند دزده کوونکوخوراكي توكي په عام ډول سره په بازاركې پلورل كيږي
ددې ولايت ځينې اوسيدونكي وايي چې د ملگروملتونود نړيوال خوراكي پروگرام له لارې ددې ولايت د نارينه اوښځينه زده كوونكود هڅونې لپاره غوړي اوبسكوټ د مرستې په توگه وركول كيږي خودا توكي په بازاركې په عامه توگه پلورل كيږي.
دوى په دې برخه كې د پوهنې مسؤلين ملامت بولي  اوله دولت څخه يې د جدي پلټنوغوښتنه كوي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسر دارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت یوشمیرزده کوونکي وايي ددوي لپاره راوړل سوي خوراکي توکي دپوهني دریاست اړونده کارکوونکي غلاووكې ددوي په خبره له مشرتابه څخه نيولې ترعادي مامورينوټول پدغه غلاووکي لوي لاس لري .
دوي زیاته وي دغه مرستي چي بایدپرزده کوونکي وویشل سي په بازارکي په كارتنونوكارتنونوپلورل كيږي.
زده کوونکي له امنیتي ځواکونوڅخه ددي خوارکي توکودغلااوپلوردمخنیوي غوښتنه کوي .اوپدغه کارکي ښکیل کسان بایدد قانون منگولوته هم وسپاري.
په ورته وخت کي دهلمندولایت پوهني ریس عبدالمتین جعفرهم دغه ستونزه مني خووايي دولت بایدپه دې برخه كې ښكيل کسان ونیسي اودقانون منګلوته يي وسپاري .
دجعفرپه خبره کچیري دغه لړۍ دوام پیداکړي پدغه برخه کي به ستونزي هم ډیرسي دی زیاته وي  بایدښکاره ثبوتونه وړاندي سي ترڅوعاملین يی هم ونیول سي .

هغه وايي دغه مرستي د زده كوونكولپاره چې پلوراوپيريې په كلكه بند دى د ملگروملتونود نړويوال خوراكي پروگرام لخوا د مرستې په توگه راوړل كيږي په وینايي خلك هم بایدچوپه خوله پاتې نه سي اودرغلى كوونكي امنیتي کسانوته په ګوته کړي .
بایدوویل سي په هلمندولايت كې اوس مهال دچارواکوي په خبره شاوخوا ۱۵۰ زره نارينه اوښځينه زده كوونكي دمرکزترڅنګ په ولسوالیوکي په زدکړوبوخت دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر