۱۳۹۲ دی ۲۸, شنبه

دټولګټوچارووزارت . دبهرنیوځواکونولخواترسره سوي پروژي بیکیفته دي .

راپور-۱۸-۱-۲۰۱۴
د ټولگټوچارووزارت چارواكي وايي د سړكونوډیری پروژې د بهرنيانولخوا پلې سوې بی كيفيته دي
دا څرگندونې د ټولگټووزارت تخنيكي مرستيال د جمعې په ورځ په ګرشک ولسوالۍ كې د يوه پله چې يوكال وړاندې دوسله والوپه بمي چاودنه كې نړيدلى وگټې اخيستنې ته د سپارلوپرمهال وكړې.
په ورته وخت کي ځاي چارواکي بیادټولګټوچارودوزارت دلویولارود ساتنې اوڅارنې په برخه كې پړ بولي.
Ahmad reshad
دغه پل چې دهلمند په گرشك ولسوالۍ كې د هرات كندهارپه لويه لاره پروت اوهره ورځ ورباندې زرگونه موټرتگ اوراتگ كوي شاوخوا يوكال وړاندې په داسې حال كې د ماين په چاودنه كې ونړول سوچې د امنيتي ځواكونو پوسته يې په ۳۰ مترى كې موقعت لري .
د ټولگټوچارووزارت تخنيكي مرستيال ديپلوم انجنيرنورگل منگل وايي یاد پل د ايساف ځواكونولخوا د شپږمليونه افغانيوپه لگښت جوړاوگټې اخيستنې ته وسپارل سو.

هغه وايي دیوشمیرپروژوکیفیت ځکه ټیټ دي چي پرخپل سرد بهرنيوځواكونولخوا پلي سوي اودویته يي هیڅ ډول معلومات نه دي وركړي.
په ورته وخت کي د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختوروايي په هلمندکي د لويولارواوپلونود ساتنې اوڅارنې په برخه كې تردم ګړیه د ټولگټوچارووزارت ځانگړې پاملرنه نه ده كړې .
هغه وايي هیله لروچي په راتلونکوکي ددغه ډول کارونومخه ونیول سي .


دا په داسې حال كې ده چې دهرات كندهارلويه لاره چې فراه اونيمروزولايتونه هم سره نښلوي د څلوروورځولپاره تړلې پاته وه اودواړوخواوته زرگونه موټراومسافرینوپرتوستونزوته دپاي ټکي کښی ښودل سو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر