په هلمند كې سيمه ايزوپوليسود
يوې كورنۍ درى غړي وژلي دي
د وژل سويوكسانومړي
د سه شنبې په ورځ لښكرگاه ته د احتجاج په ډول سره راوړي
ووخبريالانوته وويل چې سيمه ايزپوليس يې د غلا لپاره كورته ورغلي ووچې ترپیژندلووروسته يي ياد كسان وژلي
دي.
په همدې حال كې ځايي چارواكي
د خلكودا ادعا پرځاى بولي اووايي چې په دې تړاويې يوكس هم نيولى اود نورود نيولوپه
موخه پلټنې روانې دي.
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دوژل سوکسانودکورنیوپاته غړي
وايي دنهرسراج ولسوالۍ د
الكوزودښاخ په سیمه کي
دسيمه ايزوپوليسود قوماندان
سفرمحمد دوه ساتونكي د دوى كورته د غلا په موخه ورغلي چې يوه ميرمن په تناره كې
ترې پټه اوپاتې نوركسان چې د كورخاوند،يوه ميرمن اويوماشوم دي په ډزوسره وژلي
دي.

بل پلود
هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختورد خلكوادعا پرځاى بولي اووايي چې د عجب ګل په نامه يوتن نيول سوى
اوبل تن په تيښته بريالى سوى دى.
د نوموړي په وينا چې له نيول سوي
كس څخه دا مهال پلټنې روانې دي چې ترپلټنووروسته به له قانون سره سم سزا وركول سي .
په همدې حال كې د هلمند د
امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتوآمرسمونوال عبدالاحد چوپان هم مني چې په دې پيښه كې
سيمه ايزپوليس ښكيل اوتردې مهاله يې په تړاويوتن نيول سوى
هم دى.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر