۱۳۹۳ آذر ۱۷, دوشنبه

دهلمندځوانان وایې ولسمشردملیونونوافغانانوملي هویت افغانیت، اواساسي قانون ته درناوی نلري .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۸—ا
دهلمندځوانان وایې ولسمشردملیونونوافغانانوملي هویت افغانیت، اواساسي قانون ته هم درناوی نلري .
دوی وایې که ولسمشرخپله هغه فیصله چې په پژندپاڼوکې دي دافغان کلمه نه وي وانخلي دابه په تاریخ کې دیوه ولسمشرستره جفااونه هیردونکی ظلم وي .
دغه ځوانان وایې که یه دیادظلم دمخنیوي غوښتنه ونه منل سي نونه یوازي به په پراخولاریونونولاس پوري کړي، بلکې به دهغه کسانوپرضدکلکه مبارزه وکړي چې غواړي افغاني هویت ترپښولاندي کړي ،اونه به هم یادي پژندپاڼي ترلاسه کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندیوشمیرځوانانودیوي خبري ناستي پرمهال دولسمشره هغه فیصله داساسي قانون خلاف وبلل چې لمخي به یې په پژندپاڼوکې دافغان کلمه نه وي .
دوی وایې ولسمشرپه دغه کاردملیونونوافغانوملي هویت افغانیت ته درناوی ونکړ، اونه یه هم دهغویوپاکورایوته په درنه سترګه وکتل ،چې یه مټ یې دم ګړی دی ولسمشردی ،دوی غوښتنه کوي که ولسمشرخپله فیصله وانخلي دابه دملیونونوافغانوپرقانوني حق تیری وي.
دوی زیاته وي که یې ولسمشردغه غوښتنه ونه منې نه یوازي به دخپل قانوني حق دترلاسه کولولپاره په پراخولاریونونولاس پوري کړي بلکې به دهغه کسانوپرضدهم کلکه مبارزه راپیل کړي چې دغه سترظلم ته یې لاره هوارکړي ده.

هلمندمیشت ځوانان وایې دوی دټاکنوپرمهال په خورا سختوحالاتوکې داوسنې ولسمشرډاکټرمحمداشرف غني ترشاپه کلکه وه دریدل خودبریاپه نتیجه کي ولسمشرورڅخه قانوني حق اوملي هویت افغانیت هم ورنه واخیست ،چې دغه کارنه یوازي دوی سخت اندیښمن کړي بلکې غوصي یې هم راپاریدلې دي .

دوی وایې موږافغانانویواوهیچاته هم دااجازه نه ورکووچې زموږملي هویت لمنځه وړي ،اونه به هم هغه پژندپاڼې واخلوپه کوموکې چې دملي هویت ښکارندوی دافغان کلمه نه وي .
که څه هم په پيژندپاڼوکې دافغان کلمه راوړل په اساسي قانون کې دافغانانوحق بلل سوی دی خوهغه مهال په کوردننه دغه ناندرې یوځل بیاپه داسي حال کې راپورته سولې کله چې افغان ولسمشرپه پيژندپاڼوکې دافغان کلمې دلري کولوفیصله وکړه .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر