۱۳۹۳ آذر ۱۲, چهارشنبه

روهي :دګرمسیرولسوالۍ پولیسویوموټربم او وه وسله وال طالبان نیولې دي .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۳—
دهلمند دګرمسیرولسوالۍ پولیسویوموټربم او وه وسله وال طالبان نیولې دي .
دیادې ولسوالۍ چارواکې وایې یادو وسله والوغوښتل دچاودیدونکوتوکوډک موټرلښکرګاه ښارته ولیږدوي چې دپولیسودپټومعلوماتولمخې ونیول سو.
دګرمسیرولسوالۍ پولیسویوکس چې په وسله والوغلاوکې ښکیل ووهم نیولی دی .
داپه داسي حال کې ده چې دګرشک ولسوالۍ پولیسوهم یوه ورځ وړاندي څلورتنه وسله وال غله دوسلواوچاودیدونکوتوکوسره یوځای نیولې وه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددګرمسیرولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن حاجې تریالی وایې نیول سووسله والوطالبانوغوښتل یادموټرچې دچاودیدونکوتوکوډک وولښکرګاه ښارته ولیږدوي اوبیاموټربم حمله وکړي ،چې پولیسویې په اړه معلومات ترلاسه اودیادي ولسوالۍ په بازارکې دملي امینت په مرسته کشف اوونیول سو.
هغه وایې په نیول سوکسانوکې یووسله وال دسنګین په نوم هم شامل دې چي وړاندي تردې یه هم په وسله والوبریدونکې لاس درلود،

نوموړی وایې پر همدي مهال یې یوکس چې په وسله والوغلاوکې یه هم لاس درلودله وسلي سره یوځای نیولی دی  ،
پرهمدي مهال د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل وايي د همدې اونۍ په لړکې يې څلورتنه هغه وسله وال غله له وسلواوغلاوسويومالونوسره يوځای نيولي چې د ګرشک اونوزاد ولسوالۍ ترمنځ یه پرلويه لاره له تلونکوموټروڅخه غلاوې کولې،


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر