۱۳۹۳ آذر ۱۸, سه‌شنبه

عزیزي :په هلمندکې دتیرکال په پرتله دکوکناروکرکیله دري سلنه زیاته سوی ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۹—
په هلمندکې دتیرکال په پرتله دکوکناروکرکیله دري سلنه زیاته سوی ده .
دنشه یې توکوسره دمبارزي ولایتي چارواکې وایې سږکال په هغه سیموکې هم کوکنارکرل سوي دي چې په تیروکلونوکې یه کچه صفروه .
پرهمدي مهال ددې ولایت اوسیدونکې وایې ددولت دنه پاملرنې ،دکرنې په برخه کې دلاظمومرستونه ورکړه ،دمحصولاتوته یې د بازارنه موندنې ،ددې لامل سوچې یوځل بیادکوکنارودکرکیلې کچه لوړه سوه .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دنشه یې توکوسره دمبارزې رئیس محمدلعل عزیزي وایې دتیرکال په پرتله سږکال دکوکناروپه کرکیله کې درسلنه  زیات والی راغلی دی .
هغه وایې ددې ولایت په یوشمیرجنوبي ولسوالیوکې چې تیرکال دکوکنارکچه صفروه خوسږکال کرونده ګرویوځل بیادکوکناروپه کرلولاس پورکړی دی ،نوموړی زیاته وي دیوي ترسره سوي سروې لمخې په روان کال کې دټول هلمندپه کچه په څه باندي سل زره هکټاره ځمکه کوکنارکرل سوي دي .

هغه وایې داچې یاده ستونزه ډیره سوې ده نودوی هم اوس مهال په پنځوولسوالیوکې دکوکنارودعامه پوهاوي برخه کې غونډي پرمخ وړي دي ،دده په خبره دکوکنارودزیاتیدولامل په دې ولایت کې روانې ناامنۍ دي چې اوس مهال هم په شمالي هلمندکې دوام لري .
خوپرهمدي مهال بیاددې ولایت یوشمیراوسیدونکې وایې ددولت دنه پاملرنې اوکړوژمنونه عملې کولوله امله اوهمدارنګه داصلاح سووتخمونو،کیمیاوي سرودنه ورکړي دوی مجبورسوله چې یوځل بیاپه خپلوځمکوکې دکوکناروکرکیله وکړي .

دوی وایې که دولت کړوژمنوته دعمل جامه وراغوستې وایې اویایه هم ددوی محصولاتوته دبازارموندي په برخه کې مرسته کړی وایې دوی اړنه وه چې یوځل بیاپه خپلوکروندوکې دکوکناروکښت وکړي .

که څه هم هلمند دافغانستان یوله هغه ولایتونوڅخه دې چې هرکال پکې په زياته اندازه نشه يي توکي توليديږي خونوي اندیښنې دادي چي  ویل کیږي له تیرکال راهیسې په دې ولایت کې په کال کې دوه اویاهم درې ځله کرونده ګردکورکناروکرکیله کوي  اوداهم ویل سوي دي چې محصلاتویه هم ښه نتیجه ورکړې ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر