۱۳۹۳ دی ۴, پنجشنبه

دګرشک دولسوالۍ پولیسولسګونه میله وسلې نیولي دي .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۵—
دهلمنددګرشک دولسوالۍ پولیسولسګونه میله وسلې نیولي دي .
دیادي ولسوالۍ امینه قوماندان وایې نیول سوي وسلې یه دیومسافروړونکې موټرڅخه ترلاسه کړي دي چې دکابل څخه یې راوړې اوغوښتل یې هرات ولایت ته یې ولیږدوي چې دیوي اطلاع پراساس ونیول سوې .
قوماندان همداراز وایې له تیري چهارشنبي دورځې نه یې دګرشک ولسوالۍ په یوشمیرسیموکې دچاڼیزوعملیاتوپرمهال ۱۰ وسله وال طالبان هم وژلې خوزیاته اوس یادعملیات دوام لري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل وایې  ۵۵ ميله بيلابيل ډول تومانچې چې په يوه مسافروړونکي موټرکې ځای پرځای سوې وي، اوغوښتل یې له کابل څخه هرات ولایت ته ولیږدوي چې ددوی دپټومعلوماتوپرنسټ دتلاشې پرمهال نه یوازي وسلې بلکې سلګونه پیره مرمۍ هم ونیول سوې .
قوماندان وایې په تړاویې موټرچلونکې هم نیول سوی دی خوزیاته وې نوموړې کس په خپل جرم اعتراف هم کړی دی .
هغه وایې نیول سوي وسلې دوسله والوطالبانودې اوغوښتل یې په هرات ولایت کې ورنه دتروریستې بریدونو،اونورووران کاروکړنوکې ترې کارواخلې .

امنیه قوماندان وایې دتیرې چهارشنبې دورځې نه یې په ګرشک ولسوالۍ کې دملې اردوسره یوځای ګډچاڼیزعملیات راپیل کړي دي چې تراوسه یې دډیری سیمودنیول کیدوترڅنګ یې لس وسله وال طالبان هم وژلې دي .

هغه وایې که څه هم وسله وال غواړي دلوی لارې پرسریوډول ناامنې رامنځته کړي خودوی یه هم دمخنیوي اودځپلوپه موخه یادعملیات په لاره اچولې دي .


بایدوویل سي چې دګرشک ولسوالۍ هم دشمالي هلمند دولسوالیوپه شان به ډیری وختونه دناامنیوخبرونه ورنه خپریدل ،خودیادقوماندان دراتګ سره سم نه یوازي امنیتي ننګونې یې راکمې سوي دي بلکې یه ډیری سیمې دامهال دوسله والودولکې نه وتلې اوخلک خپل عادي ژوندپرمخ وړې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر