
راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۸—
دهلمندپه نوزادولسوالۍ کې
دزرمینې په نوم هغه ۱۴ کلنه جنۍ چې ځانمرګې بریدته هڅول سوې وه ځان دعامه نظم
پولیسوته سپارلی دی .
دعامه نظم دپولیسوچارواکې
وایې یاده سوې نجلۍ دشنبي په ورځ په یاده ولسوالۍ کې وروستته له هغه ځان په سیمه
کې پولیسوته وسپاره چې شل ورځې دوسله والوطالبانوله لورې ورته دشلوورځوپه اوږدوکې
ښوونه هم ورکول سوې ده .
نجلۍ که څه هم داسي نه وایې
چې دپلارله لورې ځانمرګې بریدته هڅول سوې ده خوزیاته طالبانواړیستې وه چې دعامه
نظم پرامنیتي پوسته ځانمرګی بریدوکړي .
نجلۍ نه غواړي یوځل بیادپلارکورته
ځکه ورسې چې هغه به یې ووژنې .
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .

هغه وایې که څه دځانمرګې
بریدکولوپه برخه کې نحلۍ ته شل ورځې وړاندي ښوونه هم ورکول سوې وه خونحلۍ نه غوښتل
چې ځانمرګی بریدوکړي اوپه سیمه کې یه ځان دعامه نظم دپولیسویوې پوستې ته وسپاره .
پرهمدي مهال په نوزادولسوالۍ
کې دعامه نظم ددوهم کنډک قوماندان سمونیارفضل الهادي وایې له تیرودوواونیوراهیسې
له دوی سره په دې اړه معلومات وه خونجلۍ دځانمرګې بریدڅخه لاس په سراودویته یې ځان
وسپاره .

هغه وایې دولت دې بیرته
داخپلې کورنۍ ته نه سپارې ولې چې هغویوبه يې ووژنې ،اوزیاته وي دخپله کوره
دماماکورته تللې اوبیادهغه ځایه څخه یې ځان پولیسوته په لاس ورکړ.
دیادولوده چې تيرکال هم ددې
ولايت په خانشين ولسوالۍ کې يوه ۱۲ کلنه نجلۍ سپوږمۍ هم د خپل ورورلخوا ځانمرګي
بريد ته اړايستل سوې وه.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر