۱۳۹۳ دی ۸, دوشنبه

دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکویوځل بیاولایتي چارواکې ددوی دستونزوپه حل کې پاته وبلل.

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۹—
دهلمنددسنګین ولسوالۍ اوسیدونکویوځل بیاولایتي چارواکې ددوی دستونزوپه حل کې پاته وبلل.
دوی وایې که څه هم دسنیګن دروانې جګړې نه اوه میاشتې اوړې خواوس هم دوی له پوره پامه غورځول سوي دي ،دغه اوسیدونکې زیاته وې دهوادسړیدوسره سم یې ستونزي څوبرابره نورې هم ځکه زیاتې سوي دي چې دناامنیوله امله خلک دخپلوکورنوپریښولوته اړسوه .
په ورته وخت کې ځایې چارواکې هم په سنګین کې روانې ستونزي منې خوزیاته وي په اړه یې مرکزي دولت ته دشته ټولوستونزوپه اړه معلومات ورکړي دي .
خودهلمندامنیه قوماندانۍ بیا په سنګین روانه جګړه دقومي مخوروپرڅوډلوویشل کیدل دناامنیولوی لامل وه باله .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددسنګین ولسوالۍ اوسیدونکویوځل بیاپرولایتي چارواکوله دې کبله نیوکه وکړه چې داومیاشتوروانه جګړه یې نه یوازي پایته ورسول بلکې یه ،دم ګړی هغه کډوال هم له پوره پامه غورځولې دي چې دناامنیوله امله یې خپل کورونه پرایښې دي ،دوی وایې داچې په سنګین کې شاه اوخوا ۸۱ زره کورنۍ ژوندکوي خودم ګړی یوازي ۵ زره کورنۍ په سنګین کې پاته دي ،اونوریې بیلابیلوسیموته کډوالې سوې دي چې دهوادسړیدوسره سم یې حالت داندیښنې وړدی .

دوی زیاته وې دم ګړی په سنګین دبل اورله امله یوازي دولسوالۍ مرکزددولت اوپاته نورې سیمي دوسله والوپه ولکه کې دي ،خوپه ورته کې دهلمند دوالي ویاندعمرځواک دشمشادسره په خبروکې دخلکوستونزي پرځای وبللې ،ولي زیاته وي دیادي ولسوالۍ لپاره دپراخوچاڼیزوعملیاتو،اودکډوالوکورنیوسره دمرستوپه هکله یې مرکزي دولت څخه مرسته غوښتې چې هغیوهم دورکړې ژمنه کړې.

هغه وایې په یاده ولسوالۍ کې کافي امنیتي ځواکونه شتون لري خوزیاته وي ددوی لویه ننګونه ،دمځکنې ماینونو،اوهوایې ځواک نه درلودل دې چې امنیتي ننګونې یه زیاته کړي دي، ولی زیاته وې ډيرژربه مرکزي دولت په دغه برخه کې مرسته وکړي .

که څه هم دسنګین ولسوالۍ دروانې جګړې نه اوه میاشتې اوړې خوپه یادوناامنیوکې دسنیګن ولسوالۍ دقومې مخوروپرڅوډلوټبلودویشلونه پرده پورته سوه چې دروانوامنیتي ستونزویوسترلامل هم داپه ګوته سو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر