۱۳۹۳ آذر ۱۵, شنبه

دنوزاداوسیدونکې وایې دبهرنیوځواکونودوتلوسره سم په دې ولسوالۍ ناامنۍ دپام وړډیري سوي دي .


راپور—۲۰۱۴—۱۲—۶—
دنوزادولسوالۍ اوسیدونکې وایې دبهرنیوځواکونودوتلوسره سم په دې ولسوالۍ ناامنۍ دپام وړډیري سوي دي .
دوی وایې که څه هم اوس مهال له ګڼوستونزوسره مخ دي خوزیاته وي له تیروشپږومیاشتوراهیسې له سختوحالاتوسره مخامخ دي چې ډیری کورنۍ له خپلوکورونوڅخه کډه کولوته اړسوي دي .
چارواکې هم دغه ستونزه منې خوزیاته وي ډيرژربه دنوزادترڅنګ په نوروولسوالیوکې هم پراخ عملیات ترسره کړي ترڅوشته ناامنې له منځه یوسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددنوزادولسوالۍ اوسیدونکې وایې له کومه وخته چې بهرنې ځواکونه وتلې دي دوی له ګڼوناامنیوشاهددي ،چې نه یوازي یه کورنیوغړې دلاسه ورکړي دي بلکې دم ګړی په خپلومځکوکې کروندي هم نسي کولای ،دوی وایې که څه هم افغان ځواکونوعملیات ترسره کړي دي خوبیاهم ددوی په ژوندکې بدلون نه دی راغلی ،دوی همدارازپرمرکزي دولت هم تورپوري کړچې خپلوامنیتي ځواکونوته دوسلو،اوموهیماتوپه ورکړه کې خاصه پاملرنه نکوي.

پرهمدي مهال دهلمند دوالي مرستیال احمدمسعودبختورهم په نوزادولسوالۍ کې شته امنیتي ستونزي منې خوزیاته وي په لوړه کچه دامنیتي ځواکونولخواعملیاتي پروګرام جوړسوی ووچې له خنډسره مخ سو،ولي زیاته وي دم ګړی دملي دفاع اوکورنیوچارودوزارت سره یوځای کاربشپړاوډیرژره به پراخ چاڼیزعملیات پیل کړي چې نه یوازي به دنوزادولسوالۍ بلکې به په نوروشمالي ولسوالیوکې هم امنیت دډاډوړسي .
په ورته وخت کې دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت هم په نږدې راتلونکې کې په نوازکې دپراخوعملیاتوخبروکړهغه زیاته وي په شته ناامنه سیموکې به دامینتي ځواکونوپوستي هم ځای پرځای کړي.
دشمالي هلمندامنیتي ستونزي وروسته له هغه ورځ تربلې دډیریدوپه حال کې سوې کله چې دیادوولسوالیوڅخه بهرنې ځواکونه په بشپړه توګه ترې ووتل اوله شاه وخواشپږو میاشتوراهیسې پرنوزاد،سنګین،اوموسي کلا ولسوالیووسله والوطالبانوبریدونه وکړه چې لااوس هم څه ناڅه امنیتي ستونزي پرخپل ځای دی .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر