۱۳۹۳ آذر ۲۳, یکشنبه

عزیزي : تیرکال دکوکنارودکښت څخه ۳۹۴ ملیونه ډالره عواید قاچاق وړونکواووسله والوطالبانوته په لاس ورغلې دي .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۱۴—
په هلمندکې تیرکال دکوکنارودکښت څخه څه کم څلورسوه ملیونه ډالره عواید قاچاق وړونکواووسله والوطالبانوته په لاس ورغلې دي .
په دې ولایت کې دنشه یې توکوسره دمبارزې چارواکې وایې تیرکال په دې ولایت کې په نهوولسوالیوکې دکوکنارکښت څوسلنه زیات اوپه نهو ولسوالیوکې بیادغه کچه ټیټه وه .
داسي ویل کیږي چې سږکال په ټول هلمندکې په پراخه کچه دکوکناروکښت سوی دی خوامینتي چارواکې وایې ترامنیتي ولکې لاندي سیموکې به چاته اجازه ورنکړي چي دکوکنارکښت وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
په هلمندکې دنشه یې توکوسره دمبارزي رئیس محمدلعل عزیزي وایې دترسره سوي سروې لمخې په تیرکال کې دکوکنارودکرکیلې څخه  ۳۹۴ملیونه امریکایې ډالره عوایدترلاسه سوي دي چې یادعوادترډیره دوسله والوطالبانواوقاچاقبروته په لاس ورغلې دي .
هغه وایې  که څه هم دوی هڅه کړي ده خوبیاهم په هغه سیموکې له طمعي خلاف دکوکناروکرکیله سوې ده چې دوسله والوترولکې لاندي دي .

عزیزي وایې تیرکال په باغران ،سنګین ،کجکې ،ناوې ،نادعلي ،مارجې،لښکرګاه،ګرمسیر،اوخانشین ولسوالیوکې دکوکناروکرکیله زیاته وه ،اوددې ولایت په دیشو،موسي کلا،نهرسراج،نوزاد،اوپه واشیرولسوالیوکې یه کچه راټیټه وه .
خودنادعلي ولسوال فتح الله بیادنشه یې توکودریس خبره په کلکه رده وي چې ګواکې په دې ولسوالۍ کې دکوکناروکرکیله زیاته وه هغه دنشه یې توکورئیس په خپلوچاروکې ناکام وه باله .

پرهمدي مهال دهلمندامینه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت هم دنشه یې توکوسره دمبارزې رئیس په خپلودندوکې پاته بولې ،په وینایې تیرکال دکوکنارودکښت دلمنځه تلوټول مسارف پولیسوپه خپله کړي دي په داسي حال کې چې وزارت تراوسه هم هغه پیسې نه دي ورکړي چې دوی یه له لویوخنډوسره مخ کړي هم دي .
قوماندان وایې دولسمشرد فرمان اودوزیرانودشورادپریکړي پراساس سږکال دوی دکوکنارودمخنيوي لپاره په هره ولسوالۍ کې خاص امنيتي پلانونه ترلاس لاندي نیولې دي ترڅودیادکښت مخه ونیول سي .

که څه هم دولسواليوامنيتي مسؤلين وايي هغه لسګونه تراکتورونه په بشپړه توګه له کاره لويدلي دی چې په تيروکلونوکې يې دکورکناروکروندي ورباندي لمنځه وړي دي ،خوځای اوسیدونکې وایې دنوروکلوپه پرتله سږکال دکورکناروکرکیله په دې ولایت کې زیاته ده .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر