۱۳۹۳ آذر ۲۵, سه‌شنبه

کندهاری: په هلمندکې دپخواپه پرتله دترهګرۍ سره مبارزه ګړندۍ سوې ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۱۶—
په هلمندکې دپخواپه پرتله دترهګرۍ سره مبارزه ګړندۍ سوې ده .
دیادي ادارې چارواکې وایې نه یوازي یه په ښارکې دهدفي وژنومخه نیولې بلکې یه په ولسوالیوکې هم دهغویوپلانونه شنډکړي اوهم یې دهغویوپټنځایونه لمنځه وړي دي .
دوی زیاته وي ددوشنبي په ورځ یې په ناوې ولسوالۍ کې دخپلومعلوماتوپربنسټ پرهغه کورچاپه وروړه چې دپولیسوددرشیوڅځه یې په استفاده هدفي وژنې کولې چې ورسره وسلې ،مهیمات ،هم نویل سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دامنیه قومانداۍ دترهګرۍ سره دمبارزې مدیرڅارمن قنداغاکندهاری وایې داچې وسله والوپه ښاراوولسوالیوکې خپل فعالیتونه ډیرکړي دي، نودوی هم خپلې چارې چټکې کړي چي دوشنبي په ورځ یې دناوې ولسوالۍ دباسولانوپه سیمه کې پردوشکمنوکورونوچاپه وروړه ،چې پرمهال یې دپولیسودرشۍ ،بوټونه ،دوه میله کلا شينکوف، يوميل تومانچه، دوه زره فيره مرمۍ، يوه پايه ثریاټيلفون، اویوه اندازه چاودیونکې توکې یه هم ونیول .

هغه وایې که څه هم په یادوکورنوکې نورجنګې توکې هم نیول سوي دي خودکورخاوندان په تیښته بریالې سوي ،چې ددوی پلټنې دوام لري .
د نوموړي وایې هغه کس یې هم نیولی دی چې دیوه کوره څخه یې پیسې اونورقیمتي توکې غلاکړي وه اوهمدارنګه یې هغه پلاراوزوی هم پولیسوونیول چې په ښارکې یه دشرابودخرڅولوکاروبارکاوه .

داپه داسي حال کې ده چې څه موده وړاندي هم دیادې ادارې لخواودښارپه یوه څنډه کې دیوه کورڅخه دتلاشۍ پرمهال پولیسو،وسلې ،اومهیمات ترلاسه کړي وه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر