راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۷---
په هلمندکې به دامنیتي ځواکوانوترمنځ دنه همږغۍ پراته
خنډونه لرې کړم .
دغه ټکی دهلمنددوالي نوي مرستیال دخپلې دندې دپیل پرمهال
وکړي ،هغه وایې داچې هلمند یوپراخ اوکرهڼیزولایت دی نواړینه ده چې
دنووروکارونوترڅنګ دامنیتي ځواکونوترمنځ کلکه همږغي هم رامنځته سي .
خوپرهمدي مهال دولسي جرګې غړی شیخ نعمت الله غفارې وایې
ترکومه وخته چې کابینه اعلان نه سي دولایت
چارواکې به په خپلو کارونو کې پاته وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد
سروري راکوي .
دهلمند ولایت نوي مرستیال والې محمدجان رسول یاردخپلې
دندي دپیل پرمهال ژمنه وکړه چې دښيي حکومتولۍ ،امنیت ،اودامنیتي ځواکونوترمنځ کلکه
همږغي به یې دلومړي توبونوڅخه وي .
نوموړی وایې اړینه ده چې په دې ولایت کې دخلکو امنیت
خوندي سي، اقتصادي پروژي په لاره واچول سي،دبي روزګاره ځوانانو شمیرهم راکمه کړل سي، اوورته دکارکولوزمینه هم برابره
سي .
پرهمدي مهال په ولسي جرګه کې دهلمند دخلکو استازي شیخ
نعمت الله غفاري وویل ترڅوچې کابینه اعلان
نه سي دولایت چارواکې به په خپلو کارونو
کې بریالي نسي .
هغه وایې وزارتونه له فعالیته لیولې دي ، دخلکو ستونزي
نه هواريږي، اقتصادي پروژي نسته، او ورځ تر بلي امنیتي حالت هم دخرابیدوپه حال کې
دي .
بایدوویل سي محمدجان رسول یاروړاندي تردې دزابل
دمرستیالې والي په توګه دنده درلوده .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر