۱۳۹۳ آذر ۱۹, چهارشنبه

نورزی :وسله وال طالبان هڅه کوي چې دلویې لارې دبیارغاونې دکارونومخه ونیسې .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۱۰—
په هلمندکې وسله وال طالبان هڅه کوي چې دلویې لارې دبیارغاونې دکارونومخه ونیسې .
دلویولارودساتنې امنیتي مسولین وایې دجهارشبنې په ورځ وسله والوطالبانوغوښتل دهلمند،کندهاردلویې لارې پردجوړیدومخه ونیسي اوپه کاري ګروبریدوکړي چې دپولیسوله مقاومت سره مخ سوله چې پنځوکسانوته مرګ ژوبله واوښتله .
پرهمدي مهال په نادعلي ولسوالۍ کې یوطالب وسله وال دخپلې وسلې سره دسولي له پروسي سره یوځای سو.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند،کندهاردلويې لارې دساتنې دکنډک دپولیسوقوماندان سمونوال عبدالستارنوزی وایې وسله والوطالبانوغوښتل دلویې لاري پرسردورانوسوپلونودبیاجوړیدومخه ونیسي کوم چې څه موده مخکې ددوی له لورې په ماینونوکې وران سوي وه ،اوغوښتل یې چې پرکارکوونکویې بریدوکړي چې دوسله والواوپولیسوترمنځ نښته رامنځته ،سوه اودغه نښتې  دوه ساعته دوام وکړچې په پایله کې یه دنوراغاپه نوم دوسله والوطالبانویوقوماندان له دریونورووسله والوسره ووژل سواودوه نورهم ټپیان سوله .
هغه وایې داچې یاده لویه لاره دشمالي ولسوالۍ سره هم نښلي نووسله وال طالبان هڅه کوي چې ناامنه یې کړي اودنشه یې توکودقاچاق کولولپاره زمینه برابره کړي چې دویه په مخه په کلکه نیولې ده .
خوبل پلوپه همدي ورځ د نادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیارعمرجان حقمل وایې دسیمه ییزوپولیسودیوه قوماندان په هڅه یوطالب وسله وال چې په یاده ولسوالۍ کې یه ددولت پرضدفعالیت کاوه دمخالیفته لاس په سراودسولي روانې پروسي سره یوځای سو،یوځای سوی کس وایې داچې دوسله والوطالبانوکارونه ترډیره بیځایه وه نوده هم فیصله وکړه چې نوردهغویوملګرې پریږدي اوځان دسولي پروسي ته وسپارې.


که څه هم دولت هڅه کوي چې جنګي وسلوال طالبان دسولي دپروسي سره یوځای کړي خوددې ولایت یوشمیراوسیدونکې روانه پروسه په خپلوچاروکې نیګړې اولاسته راوړنې یه هم دقناعت وړنه بولې  اودسولي دپروسي دلمنځه تلوغوښتنه کوي .  

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر