۱۳۹۳ آذر ۲۹, شنبه

دشهراکنډک چارواکې وایې هغه ډول درنې وسلې ددوی سره په واکې نسته چې وسله وال یې ددوی په وړاندي ترې کاراخلي .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۲۰—
دلویې لارې دساتنې پولیس وایې هغه ډول درنې وسلې ددوی سره په واکې نسته چې وسله وال یې ددوی په وړاندي ترې کاراخلي .
په هلمندکې دلویې لارې دساتنې دپولیسودکنډک مسولین وایې داچې دشمالي ولسوالیوسربیره دکندهاردبندي تیمورسیمه هم پریاده لاره راخلاصه ده ،خودمهماتو.اودرنووسلودنشتوالې له امله نسې کولای چې دیادې لارې امنیت تامین کړي .
دوی وایې وزارت باید په دغه برخه کې دامنیه قوماندانۍ سره ددرنووسلو،اومهماتوپه برخه کې پوره مرسته وکړي ترڅوپراته خنډونه لمنځه لرې کړل سي .
خودامنیه قوماندانۍ چارواکې یاده ستونزه منې اودیادي لویې لارې دساتنې دپولیسودستونزودژرحل کولوژمنه هم کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دلويې لارې دساتنې دپولیسودکنډک قوماندان سمونوال عبدالستارنورزی وایې داچې دشمالي ولسوالیوسربیره دکندهاردبندي تیمورسیمه هم پرې راخلاصه ده ،خونه یوازي یه پردغه لاره ،دقاچاق مخه نیولی ،بلکې یه دلویې لارې امینت هم خوندي کړی دی ،هغه وایې لویه ننګونه یې ددرنووسلو،اومهماتونه درلودل دي چې وزرات بایدپه دغه برخه کې امنیه قوماندانۍ ته خاصه پاملرنه وکړي .
نوموړی وایې داچې وسله وال طالبان ددوی په وړاندي له ۸۲ ملي متري توپ، زکویک ،دهشکو،اوځمکني ماينونو،څخه کاراخلې خودویه پروړاندي ددرنولووسلودنه درلودلوله امله په سپکووسلودهغویوپروړاندي جنګیږي .
پرهمدي مهال دامنیه قوماندانۍ دامنیت دامرسمونوال باچاه ګل بختیاردلویولارودساتنې دپولیسوستونزي منې خوزیاته وي امنیه قوماندانې به خپل ټول امکانات ددوی په واکې ورکړي ،خوهغه هم غوښتنه کوي داچې هلمندافغانستان لسمه برخه تشکیله وي ،اویوسرحدي ولایت دی نواړینه ده چې وزارت ورته ددرنوسلو،اومهیماتوپه برخه کې خاصه پاملرنه وکړي .


دلویې لارې دساتنې دغه کنډک دلښکرګاه ښاراوګرشک ولسوالۍ ترمنځ دامنیت دنده لرې چیري چې دشمالي ولسوالیوڅخه دقاچاق لویه لاره همدغه ده، اوله دې ځایه وروسته دګاونډي هیوادپولوته لیږدولکیږي، چې شمالي ولسوالیوته هم دوسله والودتګ اوراتګ لویه لاره بلل کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر