۱۳۹۳ آذر ۱۷, دوشنبه

په هلمندکې په لومړې ځل یوه ۱۶کلنه نجلۍ دنامعلوموکسانولخوادتیزابوپه شندلواوچړووهلووژل سوې ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۸—
په هلمندکې په لومړې ځل یوه ۱۶کلنه نجلۍ دنامعلوموکسانولخوادتیزابوپه شندلواوچړووهلووژل سوې ده .
په دې ولایت کې دبست روغتون مسولین وایې دوژل سوي نجلۍ مری تیره ورځ ناوخته دلښکرګاه ښاراړونده دبشران په سیمه کې دپولیسولخواموندل سوی دی چې وروسته روغتون ته راوړل سوی دی .
په هلمند کې دبشري حقونودخپلواکې کمیسون دځای دفترمسولینودغه عمل په کلکوټوکوسره وغندي اوداکاریې یونه بخښونکې عمل یادکړ.
دوی وایې په دې ولایت کې دتیرکال په پرتله دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي کچه ۳۰ سلنه لوړه سوې ده .
بلخوا امنیه قوماندانې هم دپیښي خپلی کوي خوزیاته وي دوی یه اړه جدي پلټنې راپیل کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دبست ولایتي روغتون رئیس ډاکترنثاراحمدبارک وایې وژل سوي ښځه شاه اوخوا۱۶ کاله عمرلرې اوامیدواره هم ده چې تیره ورځ ناوخته یې دلښکرګاه ښاردبشران په سیمه کې جسدپه داسي حال کې وه موندل سوچې تیزاب پریشندل سوې وه ، په چړووهل سوې ده ،اوبیااورهم ورته سوی دی .
هغه وایې تراوسه نه خودوژل سوي نجلۍ خپلوان پیداسوي اونه هم تراوسه دویته چاه دوژل سوي نجلۍ دجسدوړلوته راغلي دي .

هغه وایې که څه وړاندي تردي یادروغتون ته دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي دبیلابیلوپیښوقربانیان راوړل سوي دي خودالومړی ځل دي چې دوی له دغه ډول پیښي سره مخامخ کیږي .
پرهمدي مهال دبشري حقونودولایتي دفترمشرمحمدبلال صدیقي که څه هم یادعمل په کلکه غندي خوزیاته وي دوی هڅه کوي چې دوژل سوي نجلۍ دوژل کیدواڅرنګوالی اویاهم دکورنۍ کسان یې پیداکړي .
هغه وایې تراوسه له دوی سره دښځوپروړاندي دتاوتریخوالې ۲۵۲ پیښې ثبت سوي دي په داسي حال کې چې په تیرکال کې له دوی سره ۳۳۰ پیښي ثبت سوي وې .


هغه وايی په هلمندکې دتیرکال په پرتله د ښځوپه وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۳۰ سلنه لوړه سوې ده په داسې حال کې چې څه موده مخکې د ښځوچارورياست هم د ښځوپه وړاندې د تاوتريخوالي دزياتیدوله امله سخته اندیښنه وښوده ،چې لاملونه یې دوی بيسوادي،د نشه يي توکواستعمال ،بي کارې ،اوپه دغه برخه کې دعامه پوهاوي دکچي ټیټوالی په ګوته کړ.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر