۱۳۹۳ آذر ۱۳, پنجشنبه

بختور:دملي دفاع وزارت دهلمند سره دموراومیرې چلندکوي

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۴—
دملي دفاع وزارت دهلمند سره دموراومیرې چلندکوي 
ددي ولایت چارواکې وروسته له هغه دغه تورپورې کوي چې څوورځې وړاندي دوسله والوطالبانوله لورې پرښوراب پوځې اډه وسله وال بریدوکړ،دوی وایې ولایت کې روانې جګړې دګاونډي هیوادونودڅارګرادارولخواپرمخ وړل کیږي خودملي دفاع وزارت هغه ډول وسلي اوامکانات دملي اردودځواکونوپه واکې نه دې ورکړي څنګه چې اړتیاده .
خوبلخوادوسلوال پوځ لوی درستیزشیرمحمدکریمي وایې ددولت وسله وال پورهڅه کوي چې په هلمندکې ناامنۍ ډیري کړي خوزیاته وي دوهم زیاته پاملرنه هلمندته رااړه ولې ده .
چارواکودغه ننګونې په هلمندکې د۲۱۵ میوندقول اردوته دنوي قوماندان جنرال دادان لونګ دپیژندنې دغونډي پرمهال وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندمرستیال والي احمدمسعودبختوروایې افغان دولت اوپه خاص ډول سره دملي دفاع وزارت دهلمندسره دموراومیرې چلندکوې، دغه څرګندونې وروسته له هغه راپورته کیږي کله چې څوورځې وړاندي دښوراب پرپوځې اډه وسله والوطالبانوبریدوکړچې پنځه ورځې یه په برکې ونیولې اوپرمهال ډیری دملي اردوځواکونوته مرګ ژوبله واوښته .
داپه داسي حال ده چې تیره ورځ دیادي قول اردوقوماندان تورنجنرال سیدملوک لري اوپرځایه بریدجنرال دادان لونګ په دنده وګمارل سو.
دافغانستان دوسلوال پوځ لوی درستیزشیرمحمدکریمي بیایوځل بیاله هغه ننګونونه پرده پورته کړه چې ګواګې وسله وال طالبان غواړي په هلمندکې روانه ناامنې دوامداره وساتې ،خوزیاته وي دوی هم داځل هلمندته پوره پام اړه ولی دی .

خوپرهمدي مهال د۲۱۵ میوندقول اردونوی قوماندان بریدجنرال دادان لونګ وایې دوی به په هلمندکې دوسله والوطالبانوپرضدکلکه مباریزه کوي ترڅودشته ټولوناخوالواوتیروتنومخه هم نیول سوي وي .


په هلمندکې وروسته له هغه دیادې قول اردونوی قوماندان په دنده پیل کوي چې ویل کیږي دپخوانې چارواکودنه پاملرنې له امله وسله وال دښوراب پوځې اډیته ننوتل اوډیری دملي رادوسرتیروته یې مرګ ژوبله واړه ول

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر