۱۳۹۳ دی ۶, شنبه

پولیسوپه هلمندکې څه کم دوه ټنه نشه یې توکې نیولې دي .

راپور—۲۱۰۴—۱۲—۲۷—
پولیسوپه هلمندکې څه کم دوه ټنه نشه یې توکې نیولې دي .
چارواکې وایې دیادونیول سونشه یې توکوسره په تړاوې شپږتنه ،اودرې عرادي موټرهم نیولې دي .
دوی زیاته وي نیول سوي نشه یې توکې یه دګاونډي هیوادپاکستان ګډي پولې ته څیرمه نیولې دي ،خوچارواکودنشه یې توکو،اوقاچاق وړونکوسره دکلکې مبارزې څخه خبرهم ورکړچې ډیرژربه دوی په دې ولایت کې ډيری لويې لاسته راوړنې هم ولري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت دشنبي په ورځ خبریالانوته وویل ۱۸۳۸ کلیوګرامه خام چرس چې په دریوعرادوموټروکې ځای پرځای سوې وه دشپږوقاچاق وړونکوسره یوځای دپولیسودپټومعلوما توپرنسټ نیولې دي ،هغه وایې دوی غوښته یادنشه یې توکې دله ګرمسیرولسوالۍ څخه دپاکستان ګډې پولې ته ولیږدوي چي مخه یې ونیول سول ،قوماندان وایې په دغه برخه کې موګړندي ګامونه هم پورته کړي دي .

هغه زیاته وي نه یوازي چې وسله وال ترخپلې ولکې لاندي سیموکې خلکوته بیلابیلې ستونزي زیږه وي بلکې دکوکنارکرته یې هم اړیستي دي.
قوماندان یوځل بیادسنګین ،اونوزاد،دولسوالیولپاره دپراخوچاڼیزوعملیاتودډيرژرپیل کیدوڅخه خبرورکړ
بایدوویل سي له کومه وخته چې په ګرمسیرولسوالۍ کې دنشه یې توکو،اوقاچاق وړونکوسره دکلکې مبارزې ځانګړی کمیسیون جوړسوی دی تراوسه یې په زرګونه کلیوګرامه نشه یې توکې اوقاچاق وړونکې نیولې دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر