۱۳۹۳ آذر ۹, یکشنبه

په ښوراب پوځي اډه کې روانه نښته دملي اردودمسولینودبي کیفایتي له وجې دریوورځوته وغځیده خولااوس هم سیمه تربشپړه امنیتي پوښښ لاندي نه ده راغلې .

راپور۲۰۱۴—۱۱—۳۰—
دهلمندپه ښوراب پوځي اډه کې روانه نښته دملي اردودمسولینودبي کیفایتي له وجې دریوورځوته وغځیده خولااوس هم سیمه تربشپړه امنیتي پوښښ لاندي نه ده راغلې .
ددې ولایت دولایتي شورامسولین اوغړي وایې دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغي ،دقول اردودچارواکوبي کیفایتي ،ناسم مدیریت ،اونه مسلکي توب ،هغه څه دي چې وسله وال یادي اډيته ننوتي اوهلته یې په وسله والونښتولاس پورکړ.
خوولایتي چارواکې وایې دوی پوره هڅه کړي ده چې دامنیتي ځواکونوترمنځ همږغي ټنګه کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دولایتي شورارئیس محمدکریم اتل وایې د۲۱۵ میوندقول اردودمسولینو ،دبي کیفایتۍ ،ناسم مدیریت ،اونه مسلکتوب له وجې ونه توانیدل چې له تیرودریووځوراهیسې دوره غلووسله والوطالبانومخه ونیسي .
هغه وایې دمسولیت نه احساس ددې لامل سوچې په ښوراب پوځي اډه کې دننه وسله وال نه یوازي دویته مرګ ژوبله واړه وي بلکې ځینې مهیمي سیمي یه هم ترې ونیولې چې نښتي دوام وکړ.

اتل وایې ملي رادوپه هلمندکې ورسپال سوې دنده سمه پرمخ نه وړي اویوازي دقراردادپه توګه خپلې ورځي شپي سباکوي اودامنیت راویستلوته هم هیڅ رازپاملرنه نکوي .
خوبلخوادیادي شوراغړي بشیراحمدشاکراوعطاالله افغان دولسمشرڅخه په کلکه غوښتنه وکړه چې نه یوازي دي دیادي قول اردومسولین له دندولري کړي بلکې دي په دنده کې دپاته راتلوله وجې هغوی عدلي اوقضایې اداروته وسپاري ترڅوپه راتلونکوکې ددغه ډول ناامنیومخه نیول سوې وي .


خوده هلمند د والي وياند عمرځواک وايي ولایت دامنيتي ځواکونوترمنځ دښې همغږۍ په برخه کې تل هڅه کړې ده .ولي هڅه مووکړې چې په دې اړه د قول اردودمسؤلينونظرهم ولروخوهغوی د خبريالانوتیلفوني اړيکوته جواب نه وایه ،له ښوراب پوځي اډې څخه ناتایدسوي راپورونه وایې چې وسله والود ننه به اډه کې لسګونه هغه سرتيري برمته کړي چې وسلې یې نه لري اوهلته ترروزنې لاندې وواوداهم ویل سوي چي دیادي قول اوردودوسلوزیرمو ته هم وسله والوځان رسولی دی.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر