۱۳۹۲ شهریور ۴, دوشنبه

هلمند: یوه پروژه ګټي اخیستني ته چمتواوددونوروکارپیل سو

دلښكرګا دښاروالۍ له لوري يوه پروژه ګټي اخيستني ته وسپارل سوه او د دو نورودبنسټ ډيره كښيښودل سوه.
چارواکي وايي هڅه کوي چي په ښارکي دپرتوستونزومخه ونیسي اودخلکولپاره دارام ژوندکولوزمینه برابره کړي .
له يادو پروژو څخه ددوشنبي په ورځ  دوې پيل سوي اویوه هم ګټي اخيستني ته وسپارل سوه.
که څه هم ښاروالي خپلوکارونوته سرعت ورکړي خولښکرګا ښاریان دیته وروته دنوروکارونودترسره کیدوترڅنګه دښاروالي روان کارونه ستایي .
 پدی اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دلښكرګاه  ښاروال محمد فاضل ساپي  ددوشنبي په ورځ دموټرو دتم ځاي دپروژو دګټي اخيستني پرمهال خبريالانو ته وويل
 چې په  ېاد تم ځاي كې سل موټر ځاييږي اوپه دې كار سره  به دښار په منځ كې دموټرو ګڼه ګوڼه او ستونزي راكمي سي.

نوموړي دغه راز زياته كړه چې دلښكرګاه  ښار د اهلو هنودو په سيمه كې يې څلور كيلومتره ويالي او دسولي په څلور لاري كې يو كيلومتر ګلدان کاريي پيل كړي
 چې ددواړو پروژو دجوړيدو چاري به  په  راتلوونكو شپږو مياشتوكې بشپړي سي.

دښآروال په  خبره چې  په همدي پروژو نږدي شل ميلونه  افغانۍ لګښت راځي چې دموټروتم ځاي دپروژو
 دري نيم  ميلونه  افغانۍ لګښت دامريكا دپرمختيايي اداري (يو،ايس،اى ،ډي) او يوه خصوصي شركت لخوا
 وركړل سوي دي او دپاته دونورو پروژو لګښت  دښاروالۍ دخپلي بوديجي لخوا وركول كيږي

په همدي حال کي دښاریوشمیراوسیدونکي دښاروالي دغه ګام پورته کولوستاینه کوي خوغوښتنه يي داده چي بهرني مرسته کوونکي دي خپله بودیجه دافغان حکمت لخواولګوي . 

دا په داسي حال كې ده چې نوازي سږ كال په لښكرګاه كې  دښاروالۍ لخوا داډول پروژي پلي كيږي
 بلكي تر دي وړاندي هم دښاروالۍ لخوا لسګونه پروژي پلي شوي دي او دښار دډيرو برخو سركان او چرۍ هم جوړي سوي دي.




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر